شاته

د فېض اباد پرلت د پلټنو رپورټ د ای ایس ای پخوانی مشر فېض حمید اؤ نور پوځي چارواکي بې قصوره بللي‌

د فېض اباد پرلت د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای پخوانی مشر جنرال(ر) فېض حمید اؤ نور پوځي افسران بېګناه بللي.

یاد کمیشن په کال 2017 کې د ترسره شوي د توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د احتجاجي پرلت په مهال د اړي ګړي د رامنځته پېښو پړه د پنجاب د هغه وخت په حکومت اچولې چې مشري یې موجوده وزیراعظم شهباز شریف د وزیراعلا په توګه کوله.

د فېض اباد د پرلت په مهال د اړي ګړي د پېښو د پلټنو لپاره د پاکستان د سترې محکمې په امر جوړ کړل شوي د پلټنو کمیشن خپل رپورټ مرکزي حکومت ته سپارلی دی چې پکې په هغه وخت کې د پنجاب حکومت ددغو پېښو مسول یا ذمه وار ګرځول شوی دی.

کمیشن پخپل رپورټ کې ویلي چې د پلټنو په مهال داسې څه ثبوت مخې ته نه دی راغلی چې ګنې د دغه پرلت تر شا د کومې ادارې لاس ؤ.

په کال 2017 کې د شوي دغه احتجاجي پرلت نه وروسته د ای ایس ا ی د هغه وخت په ډایریکټر جنرل لیفټننټ جنرل (ر) فېض حمید تورونه لګول شوي وؤ چې د منتخب حکومت پرضد د توندروه ډلې دعه پرلت دده په لمسه راجوړ کړی شوی ؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې جنرال فېض حمید د پرلت په برخه والو "لفافې" ویشلې.

په هغه وخت سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو اؤ خبریالانو دعوې کړې وې چې فېض حمید د پرلت په برخه والو پیسې ویشلي دي خو پوځي سرچینو بیا ویلي وؤ چې د پرلت خورولو لپاره د پرلت ځېنو برخه والو ته د ستنېدو لپاره د لارې کرایه ورکړل شوې ده.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر سید اختر علي شاه په مشرۍ د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پیسو په ویشلو تورن جنرال فېض حمید اؤ د هغه وخت د پنجاب د رینجر ځواکونو مشر میجر جنرال نوید اظهر حیات په هغوي د لګول شوؤ تورونو نه پاک کړي اؤ ویلي یې دي چې لیفټننټ جنرال فېض حمید یوازې په هغه څه عمل کړی چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوې یوه غونډه کې یې ورته د کولو وینا شوې وه.

د درې کسیز کمیشن د رپورټ له مخې په 22م نومبر کال 2017م کې د تسره شوې غونډې د منټس یا روداد نه هم ددې خبرې پخلی کیږي چې فېض حمید هر څه د هغه وخت د حکومت په خوښه کړي دي اؤ د پرلت په اړه د شوؤ ټولو پرېکړه ذمه واري پخپله پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم منلې ده.

کمیشن پخپل رپورټ کې د پرلت ذمه واري په هغه مهال پنجاب کې د شهباز شریف په صوبایي حکومت اچولې ده اؤ ویلي یې دي چې د پنجاب حکومت له لوري دغه احتجاجي لاریون ته د اسلام اباد په لوري د تګ اجازه ورکول یو نامناسبه عمل ؤ.

رپورټ کې ویل شوي چې د شهباز شریف،احسن اقبال، زاهد حامد اؤ افتاب سلطان څخه هم پرلت کې د ایجنسیو د لاس لرنې په بابله پوښتنې شوې دي خو دغو ټولو ګواهانو هم په دې پرلت کې د کومې ادارې یا شخصیت د لاس لرنې پخلی نه دی کړی.

کمیشن ویلي چې د پنجاب حکومت په لمړي سر کې ددې احتجاجي لاریون مخه نیولی شوه خو دخپلو ووټونو بچ کولو لپاره یې داسې ونه کړل چې دا یو نامناسبه ګام ؤ اؤ باید د قصور وارانو په ضد اقدام وکړل شي.

کمیشن پخپل رپورټ کې سپارښتنه کړې ده چې د رینجرز اؤ ایف سي ځواکونه دې سرحدونو ته ولېږل شي اؤ ښاري سیمو ته باید هغوي را ونه بلل شي بلکې په دغو ځواکونو مصرفېدونکي وسایل دې په پولیسو مصرف کړل شي.

کمیشن په نېشنل ایکشن پلان د عمل کولو سپارښتنه هم کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00