شاته

پاکستان له سعودي عربستان سره د همکارۍ د زیاتولو غوښتنه وکړه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) له سعودي عربستان سره د همکارۍ او پیسو ته په اړ پاکستان کې د ریاض د پانګونې د زیاتولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان حکومت د یوې خبرپاڼې له مخې، شهباز شریف دا غوښتنه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په کتنه کې کړې ده چې د یو پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی دی.

ددغه پلاوي د سفر موخه له پاکستان سره د اقتصادي بحران په قابو کولو کې مرسته ښودل شوې ده. شهباز شریف پاکستان ته د سعودي عربستان د پلاوي سفر "د مشترګو ګټو پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو ته ټینګه ژمنتیا" وبلله.

شهباز شریف تیره اونۍ په سعودي عربستان کې ددغه هېواد له شهزاده محمد بن سلمان سره وکتل. شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان نږدې ملاتړی بلل کیږي چې اسلام اباد ته د تیلو د ورکولو ترڅنګ یې په دغه هېواد کې د پنځه میلیارد ډالرو پانګه اچونې ژمنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداری سره هم کتلي دي.

سعودي عربستان د جولاۍ په میاشت کې د پاکستان د اسهامو د بازار سره د مرستې په موخه، ددغه هېواد په مرکزي بانک کې دوه میلیارد ډالر ذخیره کړل.

له اقتصادي بحران څخه د وتلو د هلوځلو په لړ کې، اسلام اباد د پیسو د نړیوال صندوق څخه د نورې مرستې غوښتنه کړې ده. دغه نړیوال سازمان له دې وړاندې اسلام اباد ته میلیاردونه ډالر ورکړي دي.

فورم \ دبحث خونه