محسن نقوي: زمونږ شک دی چې د هندي جاسوس په قتل تورن د عامر تانبا په وژنه کې هند لاس لري
د پاکستان د کورنيو چارو وزير مرکزي وزير محسن نقوي پرون په لاهور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، په هربجيت سينګ حمله کوونکي تورن عامر تانبا باندې حمله کې د هند د ککړتیا شک کوي.
هغه ويلي، له دې وړاندې هم ځينې پېښې شوي او په هغې کې هند لاس درلود، خو هغه ویلي د دغه پېښې پلټنې روانې دي چې کره شواهد ترلاسه شي د هغې وروسته به یې مطبوعاتو سره شريک کړي.
خو ويلي يې دي، تراوسه پورې پوليس شک کوي چې په دغه پېښه کې هم هند لاس لري.
له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، د هغه کس د وژنې د پېښې پلټنې کوي څوک چې په 2013م کې د لاهور په جيل کې د هندي جاسوس هربجيت سينګ د وژنې په قضيه کې بري شوی وو.
پاکستان وړاندې تور لګولی وو، د هند استخباراتي اداره پاکستان کې دننه په وژنو کې لاس لري او زياته کړې یې وه کره شواهد لري چې چې دوه هندي ايجنټانو تير کال دوه پاکستانيان وژلي وو.
محسن نقوي په خبري غونډه کې هم تکرار کړې چې وړاندې کومې پېښې شوې او هند پکې ککړ معلوم شوی وو، دا تازه پېښه هم هغې ته ورته ده.
د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې عامر تانبا نومې تن وژل شوی وو.
هغه د هندي وګړي هربجيت سينګ په وژنه تورن وو، هربجیت سينګ هندي وګړی او پاکستان کې ورته د جاسوسۍ په تور په کال 1991م کې د مرګ سزا اورول شوې وه.
سينګ بيا په کال 2013م کې د لاهور په زندان کې دننه د بنديانو په يوه حمله کې وژل شوی وو.
تانبا او هغه سره بل تن مدثر د سينګ په وژنه تورن شوي، مقدمه پرې جوړه شوې خو په 2018م کال کې هغه د کره شواهدو د نشتوالي په وجه په دغه قضيه کې بري کړل شوي وو.
د لاهور د پوليسو مشر علي ناصر عباس ويلي، د اتوار په ورځ وسله وال د تانبا کور ته ورننوتي، په ډزو یې وژلی او په تېښه کې بريالي شوي وو.
د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي د پېښې موقعې ته رسېدلي او د هغه جسد یې پوځي روغتون ته منتقل کړی وو.
رضوي ويلي، د پېښې مقدمه د نامعلومه وسله والو پرضد درج کړل شوې او نور جزيات یې نه دي ویلي.
د تانبا وژنې ته په پاکستاني مطبوعاتو کم ځای ورکړل شوی، خو د هند مطبوعاتو سمدست دغه خبر خپور کړی وو.
د هند کومو چارواکو هم په دغه وژنه کوم بيان نه دی ورکړی.
سينګ په 1990 په لاهور او فېصل اباد کې د بمي چاودنو په تور نيول شوی وو په دغو چاودنو کې 14 تنه وژل شوي وو، کورنۍ یې ويلي وو هغه بې ګناه وو.
سينګ ته په دغو تورونو د تيزندۍ ورکولو سزا اورول شوې او په 2008م کې ورته د دغې سزا ورکولو ويل شوي خو د پاکستان حکومت یې سزا په وقتي ډول ودرولې وه.
په هغه باندې بيا په کال 2013م کې د لاهور په کوټ لکپت زندان کې دننه حمله شوې، او د دغه حملې تور په جيل کې بندي عامر تانبا او بل بندي مدثر باندې لګول شوی وو.
خو دغه دواړه کسان بيا عدالت بري کړي وو.
(د دې خبر ځينې معلومات د اې پي خبري ادارې څخه اخستل شوي)
Forum