شاته

د ډانلډ ټرمپ خلاف په مجرمانه الزاماتو مقدمه کې به اول د منصفانو انتخاب کېږي

ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د نیویارک ښار یو عدالت ته په دې الزاماتو مقدمې ته حاضر شو چې هغه د لوڅو فلمونو یوې ادارې کارې ته هغه سره د تعلق په باره کې د هغې د خاموشه پاتې کېدو په غرض ورکړی شوې پېسې په دستاوېزاتو کې د خفیه ساتلو سازش کړی دی.

په ټرمپ دغه الزام د کال ۲۰۱۶ د صدارت د انتخابي کېمپېن د وخت سره تړون لري لکه چې هغه وایټ هاوس ته د رسېدو دپاره کامیابې هلې ځلې شروع کولې.

ټرمپ د امریکې په تاریخ کې وړمبی پخوانی صدر دی چې په مجرمانه الزاماتو د مقدمې سره مخامخ دی او عدالت ورته سزا ورکوي نو د قېد کېدو خطر یې هم موجود دی.

ټرمپ چې د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته ورسېدو نو خبریالانو ته يې وویل داسې قسیمه ځورونې مثال مخکې نشته دا په امریکا حمله ده او "هم ځکه زه ډیر فخر محسوسوم چې دا ځای یم."

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ټرمپ د مقدمې په وړمبي پړاو به د منصفانو د جرګي غړو انتخاب یا جیوري سلېکشن کېږي. د دولسو جیوررز یا منصفانو او د شپږو متبادلو په انتخاب کې ممکنه ده چې څو ورځې تېرې شي.

د منصفانو د انتخاب دپاره د لسګونو کسانو نه به پوښتنې کېږي چې معلومه کړی شي چې ایا څه قسمه تعصب خو نه لري؟

د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ ممکنه امیدوار، ټرمپ به د عدالت کاروايي، د مدافعینو د میز نه ګوري. هغه په خپله دفاع کې د ګواهۍ په ځای کې هم ودرېدلی شي خو دا دې خبرې ته اړتیا لري چې د هغه دفاع او سرکاري وکیلان څه قسمه ثبوتونه وړاندې کوي.

ټرمپ د هغه په ضد په مقدمه او د مقدمې په جج هوان مرچن تنقید کړی دی. د ګل، دوشنبې، په ورځ مرچن د ټرمپ د وکیلانو دا خواست رد کړو چې هغه دې مقدمه د اورلو نه انکار وکړي او ځان دې لرې کړي. ټرمپ تېره هفته د سماجي رابطې په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وویل داسې زمونږ په ملک هېڅ کله مخکې نه دي شوي.

هغه وویل مجبوره کړی شوی دی چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د یو داسې جج مخې ته کښېني چې د هغه نه نفرت کوي. ټرمپ مرچن کرپټ جج او د تضاد ښکار وبللو.

د مقدمې تقاضا ده چې ټرمپ به په عدالت کې موجود وي، چې معنا يې دا ده چې ۷۷ کلن ټرمپ زیات وخت صدارتي انتخاب دپاره کېمپېن کۍ موجود نه وی. د هغه کوښښ دی چې د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ د موجوده صدر جوبایډن نه وایټ هاوس وګټي. د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې بایډن ټرمپ ته ماتې ورکړې وه.

د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شوې مقدمه کې په ټرمپ الزام دی چې د کال ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب نه مخکې یې د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنيیل ته هغه سره د تعلق په اړه خاموشه پاتې کېدو دپاره ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې وي او په دستاوېزاتو کې یې دغه پېسې خفیه ساتلو کوښښ کړی.

په دویمه استغاثه کې په ټرمپ الزام دی چې یوې ښځې کېرن مېکډوګل سره يې څو میاشتې تعلق و او بیا د هغې قیصه د شایع کولو دپاره ورته یوې مجلې ۱۵۰۰۰۰ ډالر ورکړې خو بیا د ټرمپ په غوښتنه دغه مضمون شایع نه کړی شو.

ټرمپ دواړه معاشقې او ۳۴ نور هغه الزامات ردوي چې هغه ورسره د نیویارک په مقدمه کې مخامخ دی.
ټرمپ دا خبره ردوي چې اداکارې ته يې د خاموشه پاتې کېدو دپاره پېسې ورکړې، وايي دا صدر بایډن او د ډېموکرېټېک پارټۍ سازش دی چې هغه د وایټ هاوس نه لرې وساتي او دا په انتخاب کې مداخلت بلي.

داسې څه ثبوت نشته چې ټرمپ د کومو الزاماتو سره مخامخ دي بایډن په څه لاس لري.

کله چې د مقدمې جج په ټرمپ پابندي ولګوله چې د مقدمې په ممکنه ګواهانو به زباني حملې نه نو ټرمپ يې مخالفت وکړو.

د سماجي رابطې په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل، د جج په لور لارن مرچن تنقید وکړو. لارن په هغه کمپنۍ کې چارواکي ده چې په ۲۰۲۰ کې د بایډن او د نورو ډېموکرېټانو سیاسي مشاورت يې کړی دی.

ټرمپ وویل پکار ده چې جج ځان د مقدمې نه لرې کړي او مقدمه خارج کړي.

مرچن د ټرمپ پېغورونه مسترد کړي او د هغه په وېنا يې پابندي نوره سخته کړه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00