شاته

سنټکام: د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید مخه نشوه نیول کېدای

د متحدو ایالتونو د اردو مرکزي قوماندانۍ په نوې ارزونې کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوایي ډګر په مخکې د ځانمرګي برید مخه نشوی نیول کېدای او په هغه ورځ د امریکايي عسکرو له لوري په نښه شوی کس، چې تورې جامې یې په تن وې او په سر یې وېښته نه وو، بریدګر نه و.

دا نوې ارزونه د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (حمل ۲۷) خپره شوه او په دې سره د ځینو هغو عسکرو ادعاوې هم ردېږي چې ویلي یې وو دوی ښايي بریدګر لیدلی و، خو د وېشتلو اجازه ورکړل شوې نه وه.

امریکايي پوځ په لومړي ځل د بریدګر نوم خپور کړی. پوځ ویلي عبدالرحمن الوګري نومېده،‌ د داعش ډلې غړی و چې طالبانو د کابل له نیول کېدو وروسته له زندان څخه خوشې کړی و.

دا برید له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د جنجالي وتلو او تخلیې د پروسې په مهال وشو چې حد اقل ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري یې ووژل.

دې برید په امریکايي کې د ننه د سیاستوالو ترمنځ بحثونه او انتقادونه وپارول او نور هم هغه وخت زیات شول چې په برید کې یو زخمي امریکایي سرتېري له احساساتو په ډکو څرګندونو کې وویل چې دوی بریدګر پېژندلی و، خو د وېشتلو اجازه یې ورکړې شوه وه.

دغه سرتیري ټیلر-وارګاس اندریوز نومېږي، ده تېرکال د مارج په میاشت کې د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېتې ته ویلي وو چې بحري ځواکونو او نورو عسکرو بریدګر پېژندلی و، خو د وېشتلو اجازه یې ورکړل شوې نه وه.

سرتېرو ویل چې دوی تر برید مخکې د ورکړل شویو معلوماتو په اساس دا کس پېژندلی و.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د خپلې ارزونې بشپړ جزیات ځینو مشخصو خبریالانو ته څرګند کړ او هغه تصویر یې هم وښوده، چې سرتېرو ګمان کاوه برید ګر. د ازونې د دغې ډلې غړو خبریالانو سره په دې شرط معلومات شریک کړل،‌ چې نومونه به یې نه خپروي. وايي هغه کس چې امریکایي سرتېرو فکر کاوه، بریدګر دی، نه و.

د ارزونې د ډلې یو غړي ‌وویل: «په تېرو دوو کالونو کې ځینو عسکرو ادعا کوله چې دوی ځانمرګی په نښه کړی و او کولای یې شول چې د برید مخه ونیسي، خو اوس معلومه شوه چې دا رښتیا نه و.»

دوی وايي سرتېرو ته یې د هغه کس تصویر هم ښودلی دی چې په سر یې وېښته نه وو، تورې جامې یې په تن وې او سرتېرو ګمان کاوه چې هماغه برید ګر دی. د ارزونې کمېټه وايي عسکرو دا کس یو ځل د سهار په اوو بجو لیدلی و او بیا یې په لسو بجو لیدلی و، خو برید له دغې مشاهدې څخه اووه ساعته وروسته شوی. دې ډلې وویل چې د برید د دقیق وخت په اړه نور معلومات نه شي ورکولای، ځکه چې دا معلومات مخفي‌دي.

د وژل شویو امريکايي سرتېرو کورنۍ وايي چې د پېښې په اړه د نورو جزیاتو په اورېدو او ترلاسه کولو څه ناڅه ارام شول، وايي پخواني معلومات کافي‌نه وو.

د ارزونې د ډلې غړي وايي چې د داعش ډلې د بریدګر نوم په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی و، چې بیا د امریکا استخباراتو بیا وروسته په مستقل ډول تائید کړ.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لومړۍ ارزونه په ۲۰۲۱ کال د نومبر په میاشت کې تکمیل شوې وه او په کې ویل شوي وو چې په هوايي ډګر کې امنیتي حالت خراب و، افغانان ډېر ناهیلي وو او تښتېدل او په داسې بڼې،‌ چې تلفات کم شي، د برید مخنیوی ممکن نه و.

د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ تېرکال د دغه تحقیقاتو امر وکړ او بیا یې ۵۲ امریکایي پوځیانو سره مرکې او خبرې کړې دي، تر دې مخکې یې له ۱۹۰ نورو کسانو سره یې هم خبرې کړې وې.

امریکا له طالبانو سره د دوحې د تړون په اساس له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل، د جمهوریت غوښتونکي ګوند غړي ولسمشر ټرمپ‌ تورنوي چې له افغانستان څخه په ګډوډ حالت کې ووتل او ستونزې یې جوړې کړې، خو ولسمشر ټرمپ په وار وار دا خبر کړې ده چې د تخلیې ماموریت بریالی و او دا هر څه د دونالډ ټرمپ د حکومت څخه ورته په میراث پاتې وو.

په دغه مطلب کې د اسوشیتډپرس اژانس د راپور د معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه