شاته

پښتونخوا کې باراني پېښو کې لږ تر لږه ‏‎11‎‏ کسان مړه شوي، د نورو بارانونو وړاندوينه شوې

خېبرپښتونخوا کې د بارانونو په تازه لړۍ کې لږ تر لږه ‏‎11‎‏ کسان مړه شوي، ګڼ نور ژوبل شوي، کورونه نړېدلي، غرونه ښوېدلي، خوړونه راوتلي او لارې یې ‏بندې کړي دي.

د موسمياتو محکمې د ‏‎17‎م نه تر 21م اپرېل پورې د نورو بارانونو کېدو امکان څرګند کړی دی.‏

د رپورټونو ترمخه د بارانونو له امله پېښو کې بلوچستان صوبه کې لس او پنجاب صوبه کې 21 تنه مړه شوي دي.‏

خېبرپښتونخوا کې د بارانونو له امله د يو کور غورځېدو پېښه نن سهار د کوز دير د خال سيمې په لقمان بانډه کې شوې، د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) ‏په وينا يو کور راغورځېدلی، د ملبې لاندې یې څلور تنه دوه ښځې او دوه ماشومان ايسار شوي، د رېسکيو ټيمونو او ځايي خلکو دوی د ملبې څخه ‏راويستي خو څلور سره مړه شوي دي.‏

خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه، په تیرو دوه ورځو کې د بارانونو له امله پېښو کې د صوبې په بېلابيلو ‏برخو کې لږ تر لږه اووه تنه مړه شوي او ‏‎10‎‏ نور ژوبل شوي وو.‏

د پي ډي اېم ای ترمخه، باراني پېښو کې ‏‎15‎‏ کورونه په بشپړ ډول تباه شوي او ‏‎69‎‏ کورونو ته تاوان اوښتی دی.‏

ويل شوي، په مړه شوو کسانو کې درې تنه په سوات، دوه په بره دير، يو په کوز چترال او يو بل تن په کوز دير کې مړ شوی دی. د کورونو نړېدو زياتې پېښې ‏په کوز چترال او بره دير کې شوي دي.‏

د رېسکیو 1122 سوات ویاندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته ويلي، د سوات د مټې تحصيل د پشتونۍ په علاقه کې په کور غر رانړېدلی، درې تنه یې د ‏ملبې لاندې ګېر شوي، په دغه پېښه کې دوه تنه (يو ماشوم او سړی) مړه شوي وو.‏

د ګل په وينا بله پېښه د خوازه خېلې تحصيل په میادم علاقه کې شوې يو شپږ کلن ماشوم پکې مړ شوی وو.‏

د رپورټونو ترمخه بارانونو د بلوچستان صوبې په پشين، کېچ، پنجګور او ګوادر کې تاوانونه اړولي دي.‏

د موسمياتو محکمې وړاندې ويلي وو، د بارانونو لړۍ به نن د ‏‎15‎م اپرېل پورې روانه وي.‏

خو نن د موسمياتو محمکې بيا ويلي، سبا د ‏‎16‎‏ اپرېل د شپې نه بلوچستان صوبه کې د لويديځو هواګانو بله لړۍ پيل کيږي، په ‏‎17‎م اپرېل به ټولې ‏بلوچستان صوبې او په 18م اپرېل به ټول ملک ته ورسي.‏

د موسمياتو د محمکې د خبر پاڼې ترمخه، د ‏‎17‎م نه تر ‏‎19‎م اپرېل پورې به بلوچستان صوبه کې د زول طوفان سره ځای په ځای تېز بارانونه امکان لري. ‏

ويل شوي، د ‏‎17‎م اپرېل د شپې نه تر ‏‎21‎م اپرېل پورې به د خېبرپښتونخوا په زياترو برخو کې هم د زول او طوفان سره ځای په ځای د زورورو بارانونو او په ‏غرونو د واورې کېدو امکان دی.‏

پنجاب او اسلام اباد کې د ‏‎18‎م اپرېل نه تر ‏‎21‎م اپرېل، په سيند صوبه کې د ‏‎17‎م اپرېل د شپې نه تر ‏‎19‎م اپرېل د سهار پورې او ګلګت بلتستان او کشمير ‏کې د ‏‎18‎م اپرېل نه تر ‏‎22‎م اپرېل پورې د بارانونو ويل شوي دي.‏

د موسمیاتو محکمې د بارانونو د ممکنه اثراتو په اړه ويلي، په ‏‎17‎م او ‏‎18‎م اپرېل به بلوچستان صوبه او ‏‎18‎م نه تر ‏‎20‎‏ اپرېل پورې به د خېبرپښتونخوا په ‏دیر، سوات، چترال، کوهستان او مانسهره کې د خوړونو راوتلو او دريای کابل باندې د سېلابي صورتحال خطره وي.‏

ويل شوي، د ‏‎18‎م نه تر ‏‎21‎م اپرېل پورې د تېزو بارانونو له امله خېبرپښتونخوا، مري، ګلياتو او ګلګت بلتستان کې د غرونو ښوېدو اندېښنه ده.‏

د موسمياتو محکمې په تېزو بارانونو کې سېلګرو ته غېر ضروري سفر څخه ډډې کولو او اړونده ادارو ته د چتمو پاتې کېدو لارښوونه کړې ده.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00