د پاکستان د خزانې وزير د آی اېم اېف او نړيوال بېنک چارواکو سره ليدو ته امریکا ته سفر کړی
د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب په مشرۍ يو پلاوی واشنګټن ته رسېدلی، د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) او نړیوال بېنک پسرلنۍ غونډه کې به ګډون کوي او د چارواکو سره به خبرې اترې کوي.
د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، د پاکستان د خزانې وزیر به په خپل سفر کې د آی اېم اېف د مشرې کرسټالینا جارجیوا، د مرکزي اسیا لپاره د امریکې مرستیال خارجه وزیر ډونلډ لو، د امریکې د خزانې د مرستیال وزیر او د نړيوال بينک د چارواکو سره لېدنې کوي.
د پاکستان د خزانې وزير د آی اېم اېف د چارواکو سره په داسې وخت کې وينې چې د سعودى عربستان د خارجه وزير په مشرۍ د سعودي عرب يو پلاوی چې پکې پانګه وال هم شامل دي، نن اسلام اباد ته رسېدلی دی.
څيړونکي د آی اېم اېف سره د پاکستان د پور پروګرام لاسليک کول مهم بولي او وايي، که چري پاکستان د آی اېم اېف سره د درې اربه ډالرو د پور پروګرام نه وی لاسليک کړی پاکستان به ديواليه شوی وو.
د دوى په وينا اوس چې کوم اقتصادى ښه والی راغلی دی دا به د آی اېم اېف سره د بل پروګرام پورې دوامداره ثابت شي، او که داسې ونه شي نو د راتلونکې جولايۍ پورې پاکستان بيا د ديواليه کېدو په درشل ودرېدی شي.
د اقتصادى چارو کار پوه ډاکټرعابد قيوم سلهري وايي، "تيرو اتو نهو مياشتو کي اقتصادى استحکام په نظر راځي او هم د دې استحکام څخه ګټې ترلاسه کولو لپاره مونږ ته به د درېو کالو د آی اېم اېف پروګرام اخستل وي چې د دیواليه کېدو د خطرې نه ځان بچ کړو".
د نړیوالې مالیاتي ادارې (آی ایم ایف) مشرې ویلي پاکستان د تېرو درېو میاشتو راهسې د آی ایم ایف سره د درېو اربو ډالرو د لنډ مهاله پور لپاره د ورکړل شوو لارو په تعقیب (فالو اپ پروګرام) خبرې کوي خو وایي اوس هم پاکستان ته لا د څه ستونزو هوارول پاتې دي.
د اټلانټک کونسل په څېړنیز مرکز کې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې د نړیوالې مالیاتي ادارې مشرې کرسټالینا جارجیوا ویلي پاکستان آی ایم ایف سره خپل موجوده د( پور) پروګرام په بریالیتوب سره ترسره کوي.
د ايي ایم ایف د مشرې په خبره، ښایي چې پاکستان خپل اقتصاد ښه کوي او د بهرنیو اسعارو په ذخیرو کې یې اضافه کیږي، خو زیاتوي چې اوس هم پاکستان کې ځېنې داسې ستونزې شته چې هوارول یې ضروري دي.
خبريال او څيړونکی مهتاب حېدر وايي،"د پاکستان اصل ستونزه فسکل ډيفسټ (مالياتى خساره) ده يعني کم ټيکس امدن او زياتې حکومتى خرچې، چې له وجې یې ګراني زياتيږي، د ګرانۍ شرحه دا وخت د 23 نه 25 فىصدي پورې ده او د سود زياتې شرحې او زياتې ګرانۍ له وجې د پاکستان اقتصادکمزوری دی وده نه مومي".
مهتاب حيدر زياته کړه تر ټولو غټه ستونزه درنې قرضې دي او هر درې کاله پس د پاکستان قرضې دوه چنده زياتيږي، او اوس به دا کتل وي چې راتلونکې د آی ايم ايف پروګرام به د پاکستان ستونزې حل کړي او که د ارجنټينا او مصر غوندې مونږ به هم پرله پسې د آی اېم اېف په وړاندې د نور پور دپاره دپاره سوالونه کوو.
نړیوالې مالیاتي ادارې په 19م مارچ پاکستان سره د درې بلينه ډالرو د پور د اخري ارزونې د وروستیو مذاکراتو د کامیابېدو اعلامیه خپره کړې وه.
آی اېم اېف پخپله اعلامیه کې پاکستان ته د نوي پور لپاره شرطونه هم ويلي وو، چې د هغې له مخې پاکستان ته به د ټیکس امدن سېوا کول، د انرژۍ په څانګه کې پیداواري لکښتونه وصولول،د بجلۍ د پیداوار او وېش نظام ښه کول او د بجلۍ د وېش د کمپنيو انتظامیه کې غوره والی راوستل وي.
د آی اېم اېف په شرطونو کې ویل شوي وو، پاکستان ته به په فاریکس مارکیټ کي هم روڼوالی راوستل او د خسارې سره مخامخ سرکاري ادارو کاردګردګۍ کې ښه والی راوستل وي.
Forum