د نړۍ مشرانو په اسرایلو باندې د ایران له برید وروسته د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي غوښتنه کړې
واشنګټن – د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، حکومت به یې د اسرایلو او ایران ترمنځ د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي په برخه کې ټول هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي.
هغه دغه خبرې په اسرایلو باندې د ایران د ډرون او میزایلو له برید وروسته کړي.
مکرون له فرانسوي مطبوعاتو سره خبرو کې همدارنګه له اسرایلو وغوښتل چې د شخړې د زیاتېدو پر ځای دې د ایران یواځې کېدو باندې کار وکړي.
د جرمني چانسلر اولاف شالز هم د ګل په ورته په ورته پیغام کې ایران ته په اسرایلو باندې د نورو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی او له اسرایلو یې غوښتي چې د حالاتو په ښه کېدو کې دې رول ولوبوي.
اسرایلي چارواکو اعلان کړی چې تعلیمي فعالیتونه به د ګل په ورځ پېلېږي او په لویو غونډو باندې به لګېدلی محدودیت په اکثرو ځایونو کې لېرې شي.
په ایران کې دولتي رسنیو ویلي، په اسرایلو باندې له برید وروسته د دغه هېواد په هوايي ډګرونو کې چارې بېرته نورمالې شوې.
ایران په اسرایلو باندې وروسته له هاغې په غبرګون کې برید وکړ چې اسرایلو د اپرېل په لومړۍ نېټه په سوریه کې د ایران په کونسلګرۍ باندې برید وکړ.
اسرایلو دغه برید نه تایید او نه هم رد کړی و چې ګنې دا دوی کړی وو په کوم کې چې د ایران ګڼ پوځي قومندانان وژل شوي وو.
اسرایلو ایران ته له خپلې خاورې څخه د هر ډول برید ترسره کولو په اړه ګواښ کړی و.
ایران ویلي، د دوی غبرګون یواځې د شنبې یا خالي د ورځې د پېښې سره تړاو لري او اسرایلو او امریکا ته یې ګواښ کړی چې که چېرې اسرایل په ایران برید وکړي نو دوی به لا ستر ځواب ورکړي.
ډپلوماټانو د ایران برید غندلی او کوښښ کوي چې د شخړې د لا زیاتېدو مخه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن او د دفاع وزیر لویډ اسټن د یکشنبې یا اتوار په ورځ له خپلو سعودي، ترکي، مصري او اردني سیالانو سره په ټیلیفون باندې خبرې کړي.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې یا جي سیون په اسرایلو باندې د ایران برید "په څرګنده توګه" غندلی دی.
دغو مشرانو په یو چاپ کړي بیان کې ویلي، "مونږ له اسرایلو سره بشپړه همدردي او ملاتړ څرګندوو او یو ځل بیا د دوی امنیت ته خپله ژمنتیا ښيو."
اسرایلو د اتوار یا یکشنبې په ورځ وویل، چې ایران پرې ۳۲۰ جنګي ډرونونه او میزایل توغولی خو د هغوی د هوايي دفاع سیستمونو له امریکا او نورو هېوادونو سره په مرسته ۹۹ فیصده یې ویشتي او غورځولي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن له نتن یاهو سره د شنبې یا خالي په ورځ ناوخته خبرې وکړې.
امریکايي چارواکو ویلي، چې د بایډن د ملي امنیت ټیم به "په سیمه کې د حالاتو د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره له خپل شریکانو سره په ګډه خپل کار ته دوام ورکړي."
Forum