شاته

ایران:‌ لویدیځ باید د اسرائیل په وړاندې د تهران زغم وستايي

په دمشق کې پر خپلې کونسلګرۍ د برید په ځواب کې پر اسرائیل باندې له برید وروسته، تهران د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۷) د لویدیځ په هیوادونو غږ وکړ چې د اسرائیل په وړاندې د "ایران د زغم ستاینه وکړي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: "په ایران باندې د تورونو لګولو پرځای، [لویدیځ] هیوادونه باید ځانونه ملامت کړي او د اسرائیل د جنګي جرمونو اړوند د خپلو اقداماتو په اړه عامه افکارو ته ځواب ووايي... باید په وروستیو میاشتو کې د ایران د زغم ستاینه وکړي."

لویدیځو حکومتونو ایران په اسرائیل باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بې ساري برید له امله غندلی، خو تهران دا برید له "خپل ځان څخه دفاع" بللې ده.

د روسیې او جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو پر اسرائیل غږ کړی چې له زغم څخه کار واخلي او پر ایران د ځوابي برید څخه ډډه وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "موږ په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه ډېر اندېښمن یو او د سیمې پر ټولو هېوادونو غږ کوو چې له زغم کار واخلي."

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز پر اسرائیل باندې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو "د برید شنډول اغیزناک" بللي او د زغم غوښتنه یې کړې ده.

شولتز وویل: "ټول دا مني په کومه ډول چې اسرائیل په بریالیتوب سره دا برید شنډ کړ، واقعي اغیزناک و. دا یوه بریا ده چې باید له لاسه ورنکړل شي، او له همدې امله زموږ مشوره دا ده چې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړو."

په اسرائیل باندې د ایران لومړنی مستقیم برید چې د شنبې په ورځ پیل شو، د سوریې په پایتخت دمشق کې د تهران پر کونسلګرۍ د اپریل د لومړۍ نیټې د برید په ځواب کې ترسره شو چې په پراخه کچه اسرائیل ته منسوب شوی دی. په دغه برید کې د کونسلګرۍ پنځه پوړیزه ودانۍ ونړېده او د دوو جنرالانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو اووه غړي پکې ووژل شول.

ایران پر اسرائیل باندې خپل وروستی برید "محدود" بللی او ویلي یې دي چې په اړه یې امریکا او ګاونډیو هېوادونو ته ۷۲ ساعتونه وړاندې خبرداری ورکړی و

کنعاني وویل د ایران دغه اقدام "د صهیونیست رژیم د اقداماتو د تکرار د مخنیوي او د ایران د ګټو د دفاع په خاطر ترسره شوی دی."

په سیمه کې وروستی تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه روانه ده. دا جګړه د حماس لخوا د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د برید سره پیل شوه چې د اسرائیلي مقاماتو د شمیرو له مخې، ۱۱۷۰ کسان چې ډیری یې ملکي وګړي وو، پکې ووژل شول.

تهران د حماس ملاتړ کوي خو د اکتوبر د اوومې په برید کې یې مستقیم لاس لرل رد کړي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په ځوابي بریدونو تراوسه لږ تر لږه ۳۳۷۲۹ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه