شاته

راتلونکو دریو میاشتو کې به۷۷۰ زره ستنیدونکي افغان کډوال مرستو ته اړتیا ولري– راپور

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې ستنیدونکو افغان کډوالو د خیر ښیګڼې لپاره د نړیوالو مرستې رسونې ادارو له خوا یوجوړ شوی کنسرسیوم وايي چې په دغو دوو ګاونډیو هیوادونو کې د حالاتو بدلون ته په کتنې کیدای شي د جولای تر میاشتې به سلګونه زره ګډوال په سرحدي سیمو کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه کنسرسیوم د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۴( وري ۲۶) په یو راپور کې ویلي چې مرستو ته په اړو کسانو کې به ۷۲۰ زره د اوسیدانې قانوني اسنادو نلرونکي کډوال او ۵۰ زره نور په پاکستان کې د (POR) په نوم کارت لرونکي کډوال شامل اوسي.

ددغه راپور پر اساس ممکن په دغو ستنیدونکو افغان کډوالو کې د قانوني اسنادو نه لرونکي ۱۸۰ زره کډوال، د ځانګړې ساتنې د اندېښنې وړ کسان او د هغې له ډلې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي، شنکجې، د جبري ودونو د خطر او یا په کوچنیتوب کې د ژر ودونو او د انساني قاچاق څخه پاتې کسان شامل اوسي.

همدارنګه په دې راپور کې ویل شوي چې د قانوني اسنادو نلرونکي ۷۲۰۰ نور ستنیدونکي، د کورنیو د غړو پرته سفر کوونکي او یا له کورنیو څخه بیل شوي ماشومان به په کې هم شامل وي.

دغه کنسرسیوم چې په کې د ملګرو ملتونو ځینې ادارې، د ناروې د کډوالو شورا، د ډنمارک د کډوالو اداره، د ماشومانو د ساتنې اداره او یو شمیر نورې ادارې شاملې دي، ټینګار کړی چې دا مرستې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې په مرحلوي ډول مرستو ته اړو کسانو اړتیاو ته په کتنې وړاندې شي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ددغو موسسو له خوا دغسې ستنیدونکو کډوالو سره به د ۱۴۰ امریکايي ډالرو معادل نږدې لس زره افغانیو په اندازه د مرستو یوه بسته چې په کې د نغدو پیسو سربیره خوراکي توکي او روغتیايي سلامشورې او د اړتیا پر اساس واکسین شامل دي هم وشي.

همداشان په دغه راپور کې ویل شوي د (POR) په نوم د کارت هر لرونکي کډوال کورنۍ سره به ۳۷۵ په نغدي ډول اود ۷۰۰ ډالرو په ارزښت نور خدمتونه به په ټولنه کې د هغوی د بیا مشیته کیدو پرمهال ترسره شي او هم ځانګړي اړتیاو ته اړو کسانو کورنیو ته هم ۵۵۰ امریکايي ډالرو معادل مرستې په پام کې نیول شوي دي.

دغه کنسرسیوم ویلي دي په روان ۲۰۲۴ کال کې د قانوني اسنادو نلرونکو ستنیدونکو کډوالوسره د مرستې لپاره ۲۴ میلیونو ډالرو بودیجې ته او د (POR) په نوم د کارت لرونکو ستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره ۸ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

دمخه دغه کنسرسیوم ویلي و چې د اټکل پراساس په پاکستان کې ۱.۳ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي چې ۷۰ فیصده یې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو څلورو میاشتو او پاتې نور به په روان ۲۰۲۴ کال کې خپل هیواد ته ستانه شي.

دمخه ځینو پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ویلي و چې پاکستان حکومت به نن د دوشنبې په ورځ د اپریل د میاشتې ۱۵( وري ۲۷) له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو او د (POR) او هم ( ACC )په نوم د کارت لرونکو افغان کډوالو د شړلو دوییم پړاو پیل کړي.

خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې ستنیدونکو افغان کډوالو د خیر ښیګڼې لپاره د مرستې رسونې د ادارو له خوا دغه جوړ شوی کنسرسیوم په دې راپور کې ویلي چې د پاکستان حکومت ویلي چې دا حکومت یوازې د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ددغه هیواد څخه وباسي.

پاکستان لنډمهاله حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د یوې پریکړې له مخې ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی وو، چې په ترڅ کې یې ۵۴۷ زره افغان کډوال تراوسه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه