شاته

پاکستان کې د تالندې برېښنا او بارانونو له کبله ۴۱ تنه مړه شوي

په پاکستان کې چارواکو د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (حمل۲۷) وویل چې د جمعې له ورځې راهېسې د بارانونو او تالندې برېښنا له کبله په ځینو پېښو کې ۴۱ تنه مړه شوي دي.

له اضطراري حالاتو سره د پاکستان د مبارزې ادارې په راتلونکو ورځو کې د نورو بارانونو او د سیلابونو د راوتلو او ځمکې ښوییدو خبرداری ورکړی دی.

د جمعې او یکشنبې په ورځو کې د سختو بارانونو او برېښنا له کبله د پاکستان په تر ټولو لوی او بانفوسه ایالت پنجاب کې ۲۱ تنه مړه شوي. اته تنه په بلوچستان، اته په خیبرپښتونخوا کې او څلور نور د سیند په ایالت کې مړه شوي‌ دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي دي: «له له اضطراري حالاتو سره د مبارزې ادارې ته مو ویلي چې له نورو ایالتونو سره کارونه تنظیم کړي... او په ځپل شویو سیمو کې خلکو ته مواد ورسوي.»

تر ټولو زیانمن کېدونکي هغه خلک دي چې د بارانونو له کبله یې کورونه یې زیانمن شوي‌ او دوی اوس په تش میدان کې ژوند کوي، په دوې باندې د برېښنا پریوتو امکان ډېر لیدل کېږي.

په سیلاب ځپلو سیمو کې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې ښوونځي رخصت اعلان شوي دي. پاکستاني مقامات وايي چې د اقلیم بدلون له کبله بې وخت بارانونه او تالنده او برېښناوې کېږي.

پاکستان له دې پلوه اسیپ پذیره هېواد بلل کېږي، په خاص ډول کله چې په دغه هېواد کې د جولاۍ په میاشت کې موسمي بارانونه پیل کېږي.

فورم \ دبحث خونه