شاته

بریتانیا اسرائیل ته: له ایران سره د شخړې له زیاتېدو ډډه وکړئ

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کمرون نن دوشنبه اپریل ۱۵ (حمل۲۷) اسرائيل وهڅوه چې له ایران سره د شخړې له زیاتېدو څخه ځان وساتي او خپل ټول پام دې له حماس سر د یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشې کولو ته واړوي.

ایران د شنبې په ورځ په اسرائيل باندې سلګونه بې پیلوټه الوتکې او میزایل وتوغول، ایراني مقامات وايي دا د سوریې په مرکز دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ د اسرائیل د هوايي برید ځواب و.

د امریکا او بریتانیا په ګډون د اسرائیل متحدینو په دغه هېواد باندې د ایران د توغول شویو میزایلو او الوتکو په مخنیوي او خنثي کولو کې برخه واخیسته.

کمرون د ټایمز راډیو سره په خبرو کې وویل: «اندېښمن یم او باید د شخړې د زیاتېدو مخه ونیسو او خپلو اسرائیلي ملګرو ته ووایو چې اوس یې وخت دی چې ښه له زړه او فکر پرې سوچ وکړو او په ډېرو برخو کې دا د ایران لپاره غبرګه ناکامي وه.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل:‌ «نه یوازې د هغوی (ایران) برید په بشپړ ډول ناکام و، بلکې نړۍ ویني چې په سیمه کې د هغوی نفوذ څومره ناوړه دی.»

د دې پوښتنې په ځواب کې که ایران په اسرائیل بریدونه روان وساتي بریتانیا به د اسرائیل ملا وتړي؟ هغه وویل: «موږ تل دا ډول مسائیل ارزوو.»

تر دې مخکې د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک له مشرانو او پرېکړه کوونکو غوښتي وو چې ارام شي. نوموړي په اسرائیل باندې د ایران برید ته په کتو ویلي: «که دا برید بریالی شوی وای، سیمې ته به یې له حده زیات بد عواقب لرل.»

کامرون همدغه راز بي بي سی ته ویلي‌ دي چې بریتانیا به په ایران باندې نوي بندیزونه په پام کې ونیسي. هغه وویل: «وبه ګورو چې کوم اضافي اقدامات کولای شو... زه ډاډه یم چې صدراعظم به په دې اړه له پارلمان سره خبرې وکړي.»

د ایران او اسرائیل ترمنځ تقابل په سیمه کې د شخړې د زیاتېدو او پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې او اکثریت هېوادونو په دواړو غاړو غږ کړی دی چې له زغم څخه کار واخلي او د جګړې له زیاتېدو څخه ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه