شاته

د ایران له برید وروسته جي-۷ هېوادونو د اسرائیل ملاتړ اعلان کړ

د جي-۷ هېوادونو مشرانو په اسرائیل د ایران له بریدونو وروسته نن یکشنبه اپریل ۱۴ (وري ۲۶) له اسرائیل خپل ملاتړ اعلان کړ.

د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو (جي-۷) هېوادونو مشرانو له غونډې وروسته دا علان کړی دی.

د جي-۷ هېوادونو په اعلامیې کې په اسرائیل دا برید غندل شوی دی او دوی د «اسرائیل او د اسرائيل د خلکو د امنیت» په اړه د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې ایران پدې کار سره «د سیمې د بې ثباته کولو لپاره نور اقدامات» کړي او د یو نه مهار کېدونکي خطر ویره یې پیدا کړې ده.

د دغې ډلې غړو د حالاتو د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې او د ایران او د دغه هېواد د «نیابتي ډلو» څخه یې غوښتي چې خپل بریدونه بند کړي.

په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي چې دا ډله چمتو ده د ایران د بې ثباته کوونکو اقداماتو په اړه نور اقدامات وکړي.

دغې ډلې همدغه راز د غزې د بحران ختمولو او د دوامداره اوربند پلي کولو ته هم اشاره کړې ده. په دې سربېره یې له حماس سره د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او غزې ته د بشري مرستو په انتقال هم خبرې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د جي-۷ هېوادونه دا غونډه بللې وه.

فورم \ دبحث خونه