شاته

د ځوانانانو ترمنځ د سرطان ناروغۍ پیښې په ډیریدو دي – څیړنه

د یوې نوې څیړنې له مخې، د انسان د زړښټ د بهیر ګړندي کیدل – یعنی کله چې د یو شخص بیولوژیکي عمر یا په ساده ژبه د یو شخص فزیکي بڼه د هغه د واقعي عمر څخه زیات وبریښي - ښایي د سرطان په تومورونو د اخته کیدو خطر ډیر کړي.

د دې څېړنې موندنې چې د امریکا د سرطان ناروغیو د څېړنو د ټولنې له خوا ترسره شوې، ښيي چې په تېره یوه لسیزه کې د ځوانانو په منځ کې د سرطان پېښې زیاتې شوې دي.

که یو څوک د ۵۵ کلونو څخه کم عمر کې په سرطان اخته شي، هغه ته له وخت څخه دمخه سرطان ویل کیږي.

په نوې څېړنه کې د نږدې ۱۴۹ زرو کسانو روغتیايي معلومات تحلیل او ارزول شوي او څېړونکو د هغوی بیولوژیکي عمر د هغوی د خپلې وینې د نهو بیولوژیکي نښو څخه په استفادې اټکل کړی او بیا یې هغه د هغو کسانو د اصلي عمر سره پرتله کړی دی.

هغه کسان چې بیولوژیکي عمر یې له اصلي عمر څخه ډیر و، د سرطان په اخته کیدو خطر یې ۴۲٪ ډیر و.

د دې څیړنې موندنو دا هم ښودلې، هغه کسان چې د ۱۹۶۵ کال څخه وروسته زیږیدلي د هغو کسانو په پرتله چې ددې کال څخه مخکې زیږیدلي ۱۷٪ زیات د چټک زړښت سره مخ کیږي.

روغتیا پوهان په دې باور دي چې د محیط او ژوندانه متعدد عوامل او د هغې جملې څخه د بشر د ژوندانه په بڼې او معیشت کې مخ په زیاتیدونکي بدلونونه په ځانګړې توګه چاغوالی د وخت دمخه سرطان په رامنځته کیدو دخیل دی.

په نړۍ کې په عمومي ډول چاقي مخ په ډیریدو ده او د اکثرو ناروغیو اصلي لامل په ځانګړې توګه د زړه او رګونو ناروغیو، شکرې او هغه ناروغۍ چې په عمر پورې اړوند دي وجه یې چاغي ده.

هغه کسان چې په دې څیړنه کې ښکیل دي هیله لري چې د دوی موندنې د سرطان سره د مبارزې لپاره د یوې نوې لارې په توګه د بیولوژیکي عمر د پروسې د ورو کولو لپاره یو لړ تدابیر رامنځته کړي.

فورم \ دبحث خونه