شاته

اسرایلي وزیراعظم حماس سره د جنګ بندۍ خبرو ته د ستنېدو اعلان کړی

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې اسرایلي مرکچیان به فلسطیني مسلح ډلې حماس سره د سولې مذاکراتو ته ورستنېږي.

نېټن یاهو وویل اسرایلي مرکچیانو سره یې خبرې کړي دي او په اینده ورځو کې به اسرایلي پلاوي قطر او مصر ته ورځي چې د سولې په خبرو کې بیا کښېني.

نېټن یاهو د ملک دننه د فشار سره مخامخ دی چې هغه یرغمال کسان چې حماس د اکتوبر په اووه نېټه په اسرایل د حملې په وخت نیولي وو زر تر زره دې رازاد کړی شي.

د حماس خلاف د اسرایل جنګ شپږ میاشتې یې پوره کېدونکي دي، امریکا، قطر او مصر د اور بند او د یرغمالانو د ازادۍ دپاره کوښښونه کوي.

د نېټن یاهو د اعلان نه یوه ورځ مخکې د انصاف نړیوال عدالت په اسرایل غږ وکړو چې فلسطینیانو ته امداد د رسولو دپاره دې غزه ته نورې لارې خلاصې کړي.

د اور بند د کوښښونو هدف د حماس د ولکې نه یرغمالان ازادول او غزه ته زیات امداد یقیني کول دي. د تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارض اوربند په مهال اسرایل د خپلو زندانونه یو شمېر فلسطیني قېدیان او حماس یو شمېر یرغمالان ازاد کړل.

حماس دا تجویز وړاندې کړی و چې په مرحله وار انداز کې جنګ بندي و شي، په دغه مهال به باقي پاتې یرغمل کسان ازاد کړي، جنګ دې ختم کړی شي، اسرایل دې مکمله توګه د غزه نه انخلا وکړي، سرحدونه دې امداد او د بیا رغونې چارو دپاره پرانېستل شي او په سلګونو هغه فلسطینیان چې ځینې په کې د عمر قېد سزاګانې تېروي، دې ازاد کړی شي.

نېټن یاهو د حماس شرطونه "لېونتوب" بللي او لوظ یې کړی چې یرغمل کسان د ازادېدو نه وروسته به حماس د ختمولو دپاره جګړه بیا شروع کوي.

ګمان کېږي چې دا مهال د حماس په ولکه کې قریباً ۱۰۰ یرغمل کسان او د ۳۰ کسانو جسدونه دي ای اېف پي خبري اداره وايي د هغه ۱۱۶۰ کسانو څخه دي چې په اسرایل د حماس په حمله کې وژل شوی دي.

د حماس په ضد جوابي پوځي عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې لږ تر لږه ۳۲۶۲۳ کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او ماشومان دي. وزارت وايي د ۷۰۰۰۰ نه زیات نور کسان زخمیان دي.

د غزه زیاتره برخې ويجاړې شوي دي او د سیمي اکثریت ابادۍ د مصر سره په پوله رفح ښار کې پناه اخېستې ده.

انټرنېشنل کورټ او جسټس اسرایل ته امر وکړو چې بغیر د څه ځنډ نه دې موثره او ضروري ګامونه واخلي چې غزه ته بنیادي خدمات او انساني امداد ور ورسول شي.

فلسطیني کډوالو سره د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې مشر فلېپ لزاریني په اېکس، پخواني‌ ټوېټر، د زیارت، پنجشنبې، په ورخ خپل پېغام کې وویل د نړیوال عدالت فېصله د دې خبرې واضحه څرګندونه ده چې په غزه کې تباه کن بشري بحران د انسان د لاسه جوړ دی او لا نور خرابېږي.

ملګري ملتونه او نورې امدادي ادارې وايي د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ازادۍ زیاتره خلک په څه نه څه شکل کې د خوراک د کمي سره مخامخ دي، امدادي سامان د اسرایل د خنډانو دلاسه ځنډېږي او په سیمه کې ولسي نظم او ضبط تباه شوی دی.

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، یو لوړ رتبه چارواکي د جمعې په ورځ وویل که څه هم که د غزه په شمالي برخو کې د قحط صورتحال نشته خو دا خبره په یقین کولی شي د غزه په مرکزي او جنوبي برخو کې قحط نه یوازې یو لوی خطر دی بلکې په ممکنه توګه به ځینو علاقو کې قحط موجود دی.

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ د غزه به الشفا هسپتال یې عملیات دوامداره ساتلي دي.

فلسطیني چارواکو وویل د اسرایل په تازه عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۵ وژل شوي دي.

اسرایلي پوځ وویل په الشفا هسپتال کې او چار چاپېره د عملیاتو په مهال کوښښ کوي چې ملکي خلکو،‌ طبي عملې، مریضانو او طبي الاتو ته نقصان و نه رسي. اسرایلي پوځ وویل تیره یوه ورځ‌ کې یې ۲۰۰ وسله وال وژلي، وسله او عسکري بنیادي اډاڼه یې موندلې ده.

اسرایلي وزیراعظم د زیارت په ورځ وویل رفح ته د ورننولو تیاری کوي.

د حماس مسلح څانګې وویل جنګیالو يې په خان یونس ښار کې د نصیر هسپتال سره نږدې اسرایلي عسکر په هدف کړي دي. اسرایلي ځواکونو هسپتال د تېرو څو ورځو راهسې محاصره کړی دی.

د غزه په انتهايي جنوبي برخه کې اسرایل په رفح کې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ ناوخته په بمبارۍ کې په یو کور کې۱۲ کسان ووژل شوو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00