شاته

څېړونکي: نړۍ تشویش لري چې داعش به د ماسکو نه وروسته نورې حملې کوي

د دنيا په مختلفو برخو کې د ترهګرۍ ضد چارواکي تشویش لري چې د روس په سرښار ماسکو کې د خونړۍ حملې نه وروسته داعش د عیسايي مذهب په ایسټر نومې دستورې د حملو سازشونه کولی شي.

د يورپ ځینو ملکونو د ترهګرۍ په اړه د خبردارۍ کچه لوړه کړې ده او اټلي په خصوصي توګه د ایسټر په اړه د تشویش اظهار کړی دی. د داعش تبليغاتو یا پراپګېنډې هم د ترهګرۍ په اړه په انديښنو کې اضافه کړې ده.

د داعش ترجمان ابو حذېفه الانصاري د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې په پلویانو غږ وکړو چې په خصوصي توګه په یورپ او امریکا دې په "صلیبانو" حملې وکړي.

په ماسکو کې په کانسرټ د حملې ذمه واري منلو په بیان کې د داعش عماق نومې خبري ادارې وویل وسله والو يې عیسایان په نخښه کړل. د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې داعش په استنبول کې د عیسایانود کېتلېک مسلک په کلیسیا د حملې ذمه واري منلې وه. په حمله کې یو تن وژل شوی دی.

د داعش په تېرو وختونو کې د ایسټر په دستورې حملې منلې دي.

د کال ۲۰۱۹ د اپرېل په میاشت کې داعش په سري لنکا کې د ایسټر د اتوار، یکشنبې، د ورځ په دستوره حمله ومنله. په برید کې د ۳۰۰ نه زیات کسان ووژل او تر ۵۰۰ پورې نور کسان زخمیان شول.

د استخباراتي چارو نړیوالې ادارې سوفان ګروپ د تحقیقاتو مشر کولن کلارک وویل داعش دپاره به ایسټر او د ایسټر سره په تړلو دستورو ممکنه حملې وړمبۍ ترجیح کېدلی شي.

د يورپ ګڼ شمېر ملکونه د داعش د ممکنه حملو په اړه د خبرتیا په حال کې دي، وايي د ماسکو حملې صورتحال څه زیات نه دی بدل کړی.

د جرمني د حکومت یو ترجمان د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل په افغانستان کې د داعش څانګه داعش خراسان په موجوده وخت کې زیاته جارحانه ده او په جرمني کې د ټولو نه لوی ګواښ هم د دې ډلې لخوا دی.

برطانیه هم دا ډول دریځ لري.

د برطانيې د حکومت ترجمان (نې) وویل هېواد ته د ترهګرۍ نه لوی خطر موجود دی او د حملې امکان شته.

په امریکې هم د ترهګرۍ په اړه دریځ کې څه بدلون نه دی کړی.

تېر کال د می په میاشت کې امریکايي چارواکو خبرداری وکړو چې ملک د ترهګرۍ د زیات شوي خطر په ماحول کې ګېر دی.

د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي یا د داخلي سلامتیا وزارت د خطر په اړه خپله کلیزه کتنه کې وویل په امریکا کې د ترهګرۍ او په خصوصي توګه د داعش خراسان د حملې خطر په لوړه کچه دی.

د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه وزارت ترجمان مېتیو مېلر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د ترهګرو ډلو او په خصوصي توګه د داعش خراسان په اړه امریکايي چارواکي بېدار دي.
د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، هم دغه شان ډاډ وړاندې کړو.

د پېنټګان ترجمان مېجر جنرل پېټ رایډر د وي او ای د یوې پوښتنې په جواب کې وویل د دفاع وزرات د داعش نه سترګې نه دي اړولي.

د امريکې تازه استخباراتي اندازې څرګندوي چې د داعش سره تړلې سیمه ایزې ډلې پراخیږي او یو امریکايي رپورټ وايي د ډلې ډېره توجه افریقې ته اوړېدلې ده.

امریکايي او د ځینو نورو مغربي ملکونو چارواکي ویني چې په افغانستان کې د داعش مشران زیات ښکاره کردار لوبوي.

یو پخواني مغربي استخباراتي چارواکي وي او ای ته د دې کال په وړمبو ورځو کې ویلي وو کوم ګڼ شمېر سازشونه چې دوی معلوم کړي وو زېلې به يې داعش خراسان سره تړلې وې.

دا تشویش د ډیر وخت راهسې موجود دی چې داعش خراسان غواړي چې خپل اثر د افغانستان نه بهر هم وغځوي.

ځینو مغربي مامورینو او د سیمې په چارو نظر ساتونکو په ۲۰۲۱ کې دا خبرداری کړی و داعش خراسان غواړي د مرکزي اېشیا په ملکونو قزاقستان، کرغزستان او تاجکستان وړې وړې باصلاحیته ډلې په مستقبل کې د حملو دپاره ځای په ځای کړي.

په واشنګټن کې د انسټېټیوټ فار نیر ایسټ پالېسي اېرن زیلن چې د وسله والو ډلو په اړه څېړنه کوي، وايي د مرکزي اېشیا ګڼ شمېر وسله وال په شام او عراق کې په داعش کې شامل شوي وو او د سیمې ځینې وسله وال داعش خراسان سره یو ځای شوي دي.

په مرکزي اېشیا کې یو امدادي کارکوونکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل داعش کامیاب شوی چې په سیمه کې وړې وړې ډلې ځای په ځای کړي.

څېړونکي وايي داعش خراسان د نورو ډلو حمایت په ترلاسه کولو کې هم کامیاب شوی دی.

د امریکې د یوناټېډ سټېټس انسټېټیوټ اف پيس انډریو ماینز داعش خراسان نه یوازې غېر ملکي وسله وال جلب کړي دي بلکې د اسلامېک مومنټ اف ازبکستان او د ايي ټي اېم په شان ډلو سره مرسته هم کوي.

ماینز وايي داعش خراسان ثابته کړې ده نه یوازې تربیه ترلاسه کولی شي بلکې په افغانستان او د افغانستان نه بهر اثاثې ځای په ځای کولی شي.

پخواني او موجوده چارواکي وايي دا هم د دې ډول صلاحیتونو نتیجه ده چې داعش خراسان په ماسکو او د جنورۍ په میاشت کې يې د ایران په کرمان ښار کې حملې وکړی شوې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00