شاته

د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند د ښاروالیو په ټاکنو کې له ننګونو سره مخ دی

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ، مارچ ۳۱ (وري ۱۲مه)، ميلیونونه ترکي اتباع پدغه هېواد کې د ښاروالیو او محلي مقاماتو د‌ ټاکلو په موخه د رایو مرکزونو ته ولاړ شي.

دغه ټاکنې له یو کال څخه په لږې مودې او وروسته له هغه ترسره کېږي، چې د ترکیې اوسنی ولسمشر، رجب طیب اردوغان د نورو پنځو کلونو لپاره د دغه هېواد د ولسمشر په توګه پر خپل مقام پاتې شو.

اردوغان د خپلې بریا په وینا کې وویل: "اوس موږ د ۲۰۲۴ کال سره مخ یوو. ایا غواړي چې د ۲۰۲۴ کال په سیمه ایزو ټاکنو کې د اسکودار [په استانبول کې د اردوغان شخصي استوګنځي] او استانبول وګټئ؟"

د اردوغان د واکمن عدالت او پراختیا ګوند موخه دا ده چې د ترکیې تر ټولو لوی، استانبول او د پلازمینې انقرې په ګډون مهم ښارونه بیرته وګټي. په دغو دوو ښارونو کې د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو کې د اردوغان ګوند له ماتې سره مخ شو او سیال یې د ترکیې د خلکو جمهوریت ګوند او د هغه متحد، ملتپال "IYI" ګوند‌ بریالي شول.

په استانبول او انقرې کې،‌ هغه دوه ښارونه چې د ترکیې د نفوس څلورمه برخه جوړوي، د ټاکنو ګتل 'د ترکیې د خلکو جمهوریت ګوند' ته په تیرو پنځو کلونو کې په واک کې مهمه ونډه ورکړې ده.

ځینې شنونکي پدې باور دي چې د یکشنبې په ټاکنو کې به استانبول د ټاکنیزو سیالیو اصلي ډګر وي.

د سیاسي چارو کارپوه عصمت اکا د امریکا غږ ته وویل، چې راتلونکې ټاکنې به تر ډېره برید د استانبول ښار پر شاوخوا متمرکز وي. د هغه په وینا، د تیر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د اپوزیسیون ګوند نوماند کمال قلیچدار اوغلو په استانبول کې د اردوغان په پرتله ډیرې رایې وګټلې.

د نوموړي په خبره، استانبول د ۱۵ میلیون نفوس په لرلو سره د سیاسي ګوندونو لپاره په سمبولیک ډول مهم دی. په تیرو وختونو کې، ولسمشر اردوغان هم یو پخوانۍ خبره څو ځلې تکرار کړې: "څوک چې د استانبول ښاروالي وګټي، هغه به پر هیواد واکمني کوي."

تر دې مخکې، اردوغان د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۸ کلونو ترمنځ د استانبول د ښاروال په توګه دنده ترسره کړې وه.

اوس مهال د ترکیې د خلکو جمهوریت ګوند څخه اکرام امام اوغلو، د استانبول ښاروال دی. که چیرې دغه ګوند د ۲۰۲۳ پارلماني او ولسمشرۍ ټاکنو کې بریا ترلاسه کړې وای، ښايې امام اوغلو به د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکل شوی وای.

همدارنګه د ۲۰۲۳ کال د مې په ټاکنو کې د اردوغان بریا د دې لامل شوه، د ترکیې د خلکو جمهوریت ګوند او ملتپاله "IYI" ګوند تر منځ اتحاد له منځه ولاړ شي. اوس دا دواړه ګوندونه په محلي ټاکنو کې په جلا جلا توګه سیالي کوي.

پر دې سربېره، په تېرو پنځو کلونو کې د 'رفا اسلامپاله ګوند' په ګډون، نوي ګوندونه راڅرګند شوي او تمه کیږي چې ددغو نویو ګوندونو نوماندان د استانبول په ټاکنو کې هم سيالي وکړي.

د ترکیې اساسي قانون، چې وروستی ځل په ۲۰۱۷ کال کې تعدیل شو، د دغه هېواد ولسمشر ته دا واک ورکوي چې یوازې د دوو پنځو کلونو دورو لپاره په خپله دنده پاتې شي. خو د دغه قانون د ۱۱۶ مادې له مخې، که د ترکيې پارلمان په دويم پړاو کې د ټاکنو د تر سره کولو پرېکړه وکړي، د هغه هېواد اوسنی ولسمشر کولای شي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بيا ځان نوماند کړي.

اردوغان د تېر کال په نوامبر کې وویل چې د ده تر مشرۍ لاندې د عدالت او پراختیا ګوند په پام کې لري چې د نوي اساسي قانون پر جوړولو کار وکړي. د ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په واک کې د هغه د ګوند د پاتې کېدو په مانا وانګیرل شوه.

د سیاسي چارو کارپوه عصمت اکا وايي، اردوغان نه غواړي چې د استانبول په ټاکنو کې د دویم ځل لپاره له امام اوغلو څخه ماته وخوري.

یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د اردوغان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند، د دغه هېواد د ښاروالیو او ولسوالیو په ټاکنو کې له خطر سره مخ دی، ځکه په دغو ټاکنو کې د اپوزیسیون غښتلي ګوندونه د واکمن ګوند پر وړاندي سیالي کوي.

فورم \ دبحث خونه