شاته

په شام کې د اسرایل په بمبارۍ کې د پوځیانو او شپږ حزب الله جنګیالیو په ګډون 42 تنه وژل شوي

اسرایل د شام په شمالي ښار حلب کې بمباري کړې، چې د رپوټونو له مخې 42 تنه پکې وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې د شام پوځیان هم شامل دي.

په برتانیا کې د شام د بشري حقونو د څار ډلې په یو بیان کې ویلي، دغه بمباري حلب ته څېرمه د نړیوال هوایي ډګر په خوا کې په جبرین سیمه کې شوې او وایي د وسلو هغه ډیپوګان یې په نخښه کړي دي چې د لبنان د ایران پلوه حزب الله ډلې وو.

د دې څارونکې ډلې ایس او ایچ آر مشر رامي عبدالرحمن ویلي، اسرایل په بمباریو کې د سفیره سیمې ځینې ودانۍ په نخښه کړې دي او د حلب ښار په لوېدیځ کې له کفرالجوم سیمې هم د چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي.

ایس او ایچ آر وایي وایي په بمبارۍ کې 36 د شام پوځیان او شپږ د حزب الله جنګیالي وژل شوي او په لسګونو کسان ټپیان شوي دي، وایي دا په تېرو څو کلونو کې په شام کې تر ټولو "مرګونی" برید دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې دوو جلا امنیتي سرچینو ویلي چې د پنجشنبې او جمعې په په منځنۍ شپه شاوخوا یوه نیمه بجې د اسرایلي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې د وسلوالې ډلې حزب الله پینځه جنګیالي‌ هم وژل شوي دي.

د شام د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په خپل بیان کې ویلي چې د اسرایل او حزب الله په بمبارۍ کې ګڼ شمېر عام خلک او پوځیان وژل شوي دي.

وزارت په خپل بیان کې دا سپیناوی نه دی کړی چې عام خلک او پوځیان د اسرایل د هوایي بمبارۍ په نتیجه کې وژل شوي او که د لبناني وسلوال تنظیم حزب الله په برید کې وژل شوي دي.

د شام دفاع وزارت وایي کله چې اسرایلي الوتکو بمباري وکړه، په جواب کې یې د حلب له ورڅېرمې سیمې ډرون بریدونه هم وشول، چې وایي "ترهګرو تنظیمونو" کړې دي.

په بیان کې ویل شوي چې په بریدونو کې د لسګونو کسانو له وژل کېدو سره سره سرکاري او د خلکو شخصي ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.ب

د رویټرز د خبر له مخې اسرایل په سمدستي توګه د شام په حلب کې د هوایي بمبارۍ په اړه لا څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي چې په شام کې د ایران پلوه وسلوالو مرکزونه ولي.

په غزه کې د حماس خلاف له جګړې پیلولو وروسته اسرایل د خپل عملیات تر لبنان او شام پورې غزولي او په تېرو څو میاشتو کې یې په وار- وار د ایران پلوه وسلوالو ډلو مرکزونه په نخښه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر ایکس [مخکیني ټویټر] باندې په یو پوسټ کې ویلي، پر شام د اسرایل بریدونه د جګړې د پراخولو یوه ناوړه او ناهیله کوونکې هڅه ده.

یادونه:- د رپوټ معلومات له رویټرز، اې ایف پي او اې پي اخیستل شوي‌ دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00