شاته

جو بایډن: نړۍ اؤ سیمې ته د ورپېښو چیلنجونو د مقابلې لپاره به امریکا د پاکستان تر څنګ ولاړه وي

د امریکې صدر جوبایډن د پاکستان وزیراعظم ته لیک استولی چې پکې هغه ویلي، نړۍ اؤ سیمې ته ته د ورپېښو مهمو چیلنجونو د مقابلې کولو لپاره به امریکا د پاکستان تر څنګ ولاړه وي.

د پاکستان ګڼ شمیر رسنیو د جمعې په ورځ ویلي، صدر بایډن پخپل لیک کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ته د لمړي وزیر په توګه د منصب په سمبالولو مبارکي ورکړې ده اؤ هغه لپاره یې ښې هېلې ښکاره کړي دي.

په لیک کې ویل شوي د پاکستان اؤ امریکې د ولسونو ترمنځ شراکت داري د نړۍ اؤ زمونږ د ولسونو د سلامتۍ باوري کولو په لړ کې زیات ارزښت لري.

د صدر بایډن په لیک کې لیکل شوي چې د عامې روغتیا د تحفظ، اقتصادي پرمختیا اؤ ټولو لپاره تعلیم یو ګډ وېژن یا نظر دی اؤ دې ته به په ګډه وده ورکوؤ.

د امریکې صدر ویلي دي چې امریکا به پاکستان سره د ګرین الاینس فریم ورک له لارې چاپیریال کې د غوره والي لپاره خپلې هڅې لا پسې پیاوړې کوي اؤ دا ایتلاف به نور هم غښتلی کوي.

صدر بایډن ویلي چې د دایمي زرعي ترقۍ، د اوبو د تابیا اؤ د کال 2022ء د سیلابونو د تباهۍ د اثراتو نه د پاکستان ژغورلو کې به امریکا خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي چې امریکا پاکستان سره په ګډه د بشري حقونو د تحفظ اؤ پرمختیا د ودې لپاره کلک هوډ لري اؤ د دواړو ولسونو ترمنځ پیاوړې شراکت دارۍ یا انډیوالۍ ته به نوره وده هم ورکوي.

صدر بایډن د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف ته د مبارکۍ اؤ نیکو هیلو دا لیک په داسې حال کې استولی چې د فرورۍ په میاشت کې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې د لاسوهنې او درغلۍ په تورونو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د کانګرس ځینو غړو د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي وؤ چې د دغو تورونو تر بشپړې څېړنې پورې دې د انتخاباتو نتیجې ونه مني.

د مارچ په شلمه د سویلي او منځني اسیا لپاره د امریکا ناېب خارجه وزیر ډونلډ لو پاکستان کې د شوؤ انتخاباتو د درغلۍ د تورونو په معامله یوه اورونه کې د امریکايي کانګرس د خارجه اړیکو کمېټۍ ته وړاندې شوی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې، په انتخاباتو کې د درغلیو مخه نیول اوپه دې اړه د شکایتونو ځواب ورکول د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن کار دی.

نوموړي ویلي وؤ د دغه انتخاباتو وړاندې په پاکستان کې د تشدد پېښې، په سیاست مدارو او پولیسو بریدونه زیات شوي وو او مونږ یې هم اندېښمن کړي وو. نوموړي ویلي وؤ، په دغه مهال خبریالان هم ځورول شوي او د سیاسي ګوندونو د پلویانو لخوا د ښځینه خبریالانو پرضد د نفرت مهم/ کمپاېن هم چلول شوی ؤ.

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن اؤ خارجه وزارت انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو اؤ سازمانونو تورونه اؤ اندېښنې رد کړي اؤ ویلي یې دي چې په انتخاباتو کې د زیات شمیر رایې ورکوونکو خوښي ښیي چې دا جمهوري عمل په راڼه توګه ترسره شوی دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00