شاته

عدالت نړیواله محکمه اسرائيل ته: له ځنډ پرته غزې ته عاجلې بشري مرستې تامینې کړئ

د عدالت نړیوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (حمل نهمه) اسرائیل ته حکم وکړ چې له ځنډ پرته دې غزې ته عاجلې بشري مرستې تامینې کړي.

دغې محکمې ویلي دي چې فلسطینیان له قحطۍ څخه کړېږي او اسرائيل باید په غزې کې «د اساسي خدمتونو او عاجلو بشري مرستو د تضمین لپاره له ممانعت پرته لازم او اغیزناک اقدامات» وکړي.

د محکمې قاضیان وايي چې په دغو اساسي‌ خدمتونو او عاجلو بشري مرستو کې غذايي مواد، اوبه، برېښنا، تیل، سرپنا، کالي، روغتيايي ضرورتونه، درمل او صحې مراقبتونه شامل دي.

متحدو ایالتونو دا ځل د غزې په اړه د امنیت شورا پریکړه لیک ویتو نه کړ او همدغه کار د واشنګټن او تل ابیب روابط کړکیچن کړي‌. واشنګټن ویلي چې د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړه ارزوي او په اړه یې د اوس لپاره تبصره نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې متیو میلر وویل چې واشنګټن په غزې کې د بشري مرستو د بهیر ننګه کوي او پخوا یې هم له اسرائيل څخه غوښتي وو چې دا بهیر اسان کړي.

په همدې حال کې جنوبي افریقا یو ځل بیا د عدالت له نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې په غزې کې د فلسطینیانو د ژغورنې لپاره بیړني اقدامات وکړي. دا هېواد وايي د غزې اوسېدونکي له لوږې مري.

اسرائيل ویلي دي چې جنوبي افریقا د دغې محکمې له اصولو څخه ناوړه ګټه اخلي.

د عدالت د نړیوالې محکمې پرېکړې د قانون په اساس لازم الاجرا دي، خو دا محکمې د خپلو پرېکړو د تطبیق لپاره کم وسائیل په لاس کې لري.

دا په داسې حال کې ده چې په غزې کې جګړه کوڅه په کوڅه روانه ده او د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي‌ چې د امنیت شورا د پرېکړه لیک له تصویب څخه وروسته په غزې کې هېڅ تغیر لیدل شوی نه دی او وضعیت هماغسې دی.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو په اسرائيل بریدونه وکړل او د اسرائيلي مقاماتو په وینا ۱۱۶۰ تنه یې ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

اسرائیل هم په غزې باندې بریدونه وکړل او د غزې تړانګه یې ورانه او ویجاړه کړه. په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې تر دې دمه ۳۲۵۵۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه