شاته

ایران د یو مظاهره کوونکي د وژنې په تور د پولیسو یو مشر په مرګ محکوم کړ

په ایران کې رسنۍ وايي یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (حمل اتمه) د ایران په شمال کې د پولیسو یو مشر د یو اعتراض کوونکي د وژلو په تور په مرګ محکوم کړی دی.

د دغه پولیس مشر نوم جعفر جواندمردي دی او رسنۍ وايي چې په ۲۰۲۲ کې د مهسا امیني د وژنې د غندلو په ضد یوې مظاهرې کې د یو کس د وژل کېدو په قضیې کې نیول شوی و.

کردۍ مهسا امیني د ټکري نه په سر کولو په تور له نیول کېدو وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه چې مرګ یې په ایران او له ایران څخه د باندې د دغه هېواد د رژیم په ضد لویې مظاهرې وپارولې، چې سلګونه کسان په کې ووژل شول.

د وژل شوي معترض د کورنۍ وکیل مجید احمدي د ایران شرق ورځپاڼې ته ویلي‌ دي چې جوانمردي د «اسلامي قوانینو په اساس» په مرګ محکوم شوی دی.

وژل شوی معترض مهران سمک نومېږي چې د ۲۰۲۲ د نومبر په ۳۰ نېټه د ایران د ګیلان ولایت د بندر انزلي په ښار کې د مظاهرو په مهال په ډزو ولګېده، ژوبل شو او بیا په روغتون کې مړ شو.

خو له ایران څخه د باندې د ایران د بشري‌ حقونو ډلې وايي چې سمک د ۲۰۲۲ کال د فوټبال په نړیوال جام کې د امریکا په لاس د ایران د ماتې په خوشحالۍ کې د خپل موټر هارڼ وهلی و چې امنیتي ځواکونو ووېشت او وواژه. دا کار د مهسا امینی د وژنې د غندنې په یوې مظاهرې کې شوی و.

هغه وخت د سمک د کورنۍ وکیل ویلي وو چې د پولیسو مشر د وسلو د استعمال د اصولو څخه د سرغړونې له کبله، چې په پایله کې یې یو تن ووژل شو، تورن او نیول شوی و.

د مهسا امیني د مرګ د غندلو په مظاهرو کې په ایران کې سلګونه کسان نیول شوي چې ځینو ته یې د مرګ سزاوې هم ورکړل شوې دي.

فورم \ دبحث خونه