شاته

د پاکستان عالي محکمې غړو استخباراتي اداره د قاضیانو په ډارولو تورنه کړه

د پاکستان د عالي محکمې شپږو قاضیانو په یو لیک کې د دغه هیواد استخباراتي اداره د "سیاسي" قضیو په تړاو د دوی په ډارولو او مجبورولو تورنه کړې ده.

د پاکستان پوځ چې ددغه هېواد د استخباراتو اداره (ای ایس ای) چلوي، له اوږدې مودې راهیسې په ملکي چارو کې په لاس وهنه تورن شوی دی.

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نیټې د انتخاباتو وړاندې، شنونکو وویل چې پوځ د اپوزیسیون مشر عمران خان د څنګ ته کولو د پاره په محکمو تکیه کوله، چې بالاخره زندان ته واچول شو او په عمومي ټاکنو کې له کاندید کیدو څخه منع شو.

د عمران خان خلاف د اسلام اباد په عالي محکمه کې شاوخوا ۲۰۰ دوسیې ثبت شوي، چې په اړه یې ددغې محکمې شپږو غړو د پاکستان د قضا د څارنې عالي کمیسیون ته د شکایت لیک استولی دی.

په دغه لیک کې چې د دوشنبې په ورځ لاسلیک شوی او فرانس پرس د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۷ (وري ۸) لیدلی، ګڼ تورونه لګول شوي او پکې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې، د عمران خان خلاف د یوې قضیې په اړه د ای ایس ای د کارکوونکو له خوا پر قاضیانو باندې "د پام وړ فشار راوړل شوی و."

په لیک کې ویل شوي: "د دوی د امنیت په اړه د وېرې له کبله، دوی د خپلو کورونو لپاره د اضافي خوندیتوب غوښتنه وکړه. "

په لیک کې دا تور هم لګول شوی چې د یو قاضي وراره د "هغه اشخاصو له خوا تښتول شوی چې ادعا یې کوله د ای ایس ای غړي دي او د درواغو تورونو په جوړولو مجبور او شکنجه شوی دی."

په یوه بله قضیه کې، یو قاضي شکایت کړی چې د خوب او اوسېدو په خونو کې یې لګول شوي پټې کامرې موندلې دي.

په لیک کې راغلي: "موږ باور لرو او دا اړینه ده چې په دې اړه پلټنه وکړو او معلومه کړو چې ایا د دولت په اجرائیوي څانګه کې چې ای ایس ای یې برخه ده، داسې کومه دوامداره پالیسي موجوده ده چې له مخې یې د استخباراتو کارکوونکي کولای شي په سیاسي قضیو کې د خپلې خوښې پرېکړو دپاره پر قاضیانو زور راوړي او هغوی وګواښي."

د اسلام اباد د عالي محکمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس اژانس ته تائید کړه چې دا لیک د سه شنبې په ورځ د قضا عالي کمیسیون ته استول شوی دی.

د پاکستان ځواکمنې پوځي ادارې چې په دغه هېواد کې "اسټیبلشمنټ" بلل کیږي، د پاکستان د ۷۶ کلن تاریخ نیمایي موده په مستقیمه توګه پر ملت واکمني کړې او د پردې تر شا یې خپل پراخ ځواک ته دوام ورکړی دی.

په واشنګټن کې د ووډرو ویلسن څېړنیز مرکز د جنوبي اسیا د څانګې مشر مایکل کوګلمن وویل چې دا لیک "په قضایي بهیر کې په لوړه کچه مداخله" په ګوته کوي.

هغه په ایکس شبکه کې لیکلي: "دا لیک ښيي چې په دې ورځو کې په قضا او همدارنګه سیاست او عامه پالیسۍ کې د اسټیبلشمنټ مداخله څومره ژوره، پراخه او جدي ده."

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې سمدستي په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.

فورم \ دبحث خونه