شاته

ژنیو کې د افغانستان نمایندګي: د طالبانو سرغړونې دې په خپلواک ډول وارزول شي

په ژنیو کې د افغانستان دایمي نمایندګي د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو څخه د روانو سرغړونو او په سیستماتیک ډول د ناسمې ګټې اخیستنې د اقداماتو په اړه په خپلواک ډول د ارزونو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

ددغې نمایندګۍ یوې غړې ثریا عزیزي د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (حمل اووم) وویل چې د تیرو شاوخوا دریو کلنو راهیسې په افغانستان کې خلک د طالبانو له خوا د سرغړونو په سیستماتیک ډول د ناسمې ګټې اخیستنې له اقداماتو څخه کړیږي.

میرمن عزیزي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وویل چې د پسرلي او د نوي تعلیمي کال په رارسیدو افغان نجونې لا هم نشي کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د میرمن عزیزي د وینا پراساس د بدلون لپاره یوه ګډه انګیزه شته دی او تاریخ به په یاد ولري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د هر وګړي د حیثیت او کرامت د بیرته خوندیتوب لپاره خپل یو پریکنده او زړه سوانده اقدام ترسره کوي.

میرمن عزیزي وویل: " مونږ په خپلواک او یو موټې ډول د پلټنو د یو مکانیزم څخه د ځواب ویلو څخه د ډاډ او د سولې لپاره ملاتړ کوو. راځئ په دې پسرلي کې په افغانستان کې د هر وګړي د هیلې او عزت د بیا احیا کیدو لپاره تاریخ جوړ کړو".

ددې دمخه هم په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي نمایندګۍ ویلي و چې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ د دریو کلنو په تیریدو ددغه هیواد خلک لا هم په وحشتناک ډول د بشري حقونو له سرغړونو څخه کړیږي.

دغه نمایندګۍ ویلي چې افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو له پلوه په نړۍ کې یو ترټولو بد هیواد دی او په کار نه دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کسان چې ناهیلي شوي له یاده وایستل شي.

دغې نمایندګۍ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو په تناسب بشري حقونو شورا غبرګون نه دی ښودلی او ددغه هیواد د بشري حقونو د سیستم اعتبار یې کمزوری کړی دی.

د افغانستان نمایندګۍ ویلي: " وخت را رسیدلی دی چې د بشري حقونو شورا پریکنده عمل وکړي، د خپل ماموریت په برخه کې ځواب ورکوونکې اوسي او قربانیانو ته عدالت پلی کړي".

په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوتو په شورا کې د افغانستان نمایندګي په ملګرو ملتونو کې ددغه هیواد د دایمي نمایندګۍ په څیر د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ګمارل شویو دپلوماتانو له خوا اداره کیږي.

ژنیو کې د افغانستان نمایندګۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د رواداري په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د څار یوې ادارې د مارچ په روانه میاشت کې په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د بیلابیلو خوا څخه بشري وضعیت خراب شوی دی.

رواداري ویلي چې د ژوند د حق څخه د سرغړونې سربیره، د طالبانو له خوا خپلسراو غیرقانوني نیول، شکنجه، ناسم چلند او د بندیانو وژل، په جبري ډول ترې تم کیدل او په ظالمانه توګه د سزا ګانو ورکول په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت څرګندونه کوي.

همداشان دغې ادارې ویلي چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو را وروسته دغې ډلې په بنسټیز او سیستماتیک ډول د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ژوند څخه د ښځو د حذفولو لپاره اقدمات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی او طالبان د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې ناکام شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو په ګډون د دغه هیواد د ټولو اوسیدونکو حقونو ته ژمن دی.

همداشان دغه حکومت ویلي چې د بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه د نړیوالو ادارو راپورونه بې اساسه او د طالبانو د نظام په اړه د پروپاګند یوه برخه ده.

فورم \ دبحث خونه