شاته

پاکستان پدغه هېواد کې د میشتو چینايي انجینرانو لپاره امنیتي تدابیر لوړ کړل

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د تیرې ورځې په ځانمرګي برید کې د پنځه چینایي اتباعو له وژل کېدو وروسته، د پاکستان یو امنیتي مقام د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اتمه) وویل، چې ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې یې د چینایي انجینرانو لپاره چې د بیجینګ سره د تړلو پروژو د رغونې په چارو بوخت دي، امنیتي تدابیر لوړ کړی دي.

بیجینګ د اسلام اباد تر ټولو نږدې سیمه ییز متحد دی او پاکستان په وروستیو کلونو کې د چین له میلیاردونو ډالرو پانګونې ګټه پورته کړې، خو پدغه هېواد کې د چینايي کارګرانو د خوندیتوب په تضمین کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) پنځه چینایي اتباع هغه مهال ووژل شول چې یو ځانمرګي برید کوونکي د دوی موټر په نښه کړ.

دغه چینايي اتباع د بریښنا د یو بند د جوړولو د پروژې له ځای څخه د اسلام اباد په لور روان وو چې د بشام ښار ته نږدې ورباندې چاودنه وشوه.

د خیبر پښتنونخوا یو لوړ پوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د فرانس خبري اژانس ته وویل، چې په دغه صوبه کې د چینايي انجینرانو د لسګونو کاري ساحو امنیتي‌ تدابیر لوړ شوي دي.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "ټولو امنیتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د چینایي اتباعو او نورو ټولو بهرنیانو امنیت ټینګ کړي. همدارنګه بهرنيو اتباعو ته هم لارښوونه شوې، چې خپل حرکتونه محدود کړي."

د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ټولو امنیتي کړنلارو ته به بیا کتنه وشي.

تراوسه ددې برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو چینايي اتباع په پاکستان کې اکثره د اورپکو په بریدونو کې وژل کیږي.

د سیمه ییزو پولیسو افسر بخت ظاهر ویلي، چې د بشام ښار ته څېرمه په وژل شویو پنځو انجنیرانو کې، څلور نارینه او یوه ښځه شامله ده.

هغه وویل: "ځانمرګي بریدګر خپل موټر ته د چینايي انجنیرانو د کاروان په منځ کې چاودنه ورکړه، چې له امله یې د دغو انجینرانو موټر د ۵۵ متره په ژوروالي لاندې درې ته ولوید او اور یې واخیست. "

پاکستاني سخت دریځه طالبان چې د پاکستان په شمال لویدیځه سیمه کې وسله وال فعالیتونه لري، ددغې ډلې ویاند د سه شنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې، پر چینايي انجنیرانو باندې په برید کې ددغه ډلې لاس لرل رد کړل.‌

چین د خپل "یو کمربند او یوې لار " د نوښت په چوکاټ کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې له لارې په پاکستان کې په میلیاردونو ډالر پانګونه کړې ده.

د ۲۰۱۵م کال راهیسې، د جنوبي اسیا هیواد په لیرې پرتو سیمو کې د پاکستان او چینایي ګډو ټیمونو لخوا د بریښنا کارخانې، بندرونه او ټرانسپورټ پروژې تر کار لاندې دي.

پداسې حال کې چې چینايي کاریګران په پرله پسې ډول د بهرني نفوذه وسله والو لخوا په نښه شوي، بلخوا ځینې پاکستانیان شکایت کوي چې ددغو لویو پروژو څخه په کافي اندازه دوی ته ګټه نه رسیږي.‌

د سه شنبې د ورځې برید، يوازې څو ورځې وروسته له هغې وشو، چې اورپکو په جنوب لویدیځ کې د ګوادر د بندر پر دفترونو چې په پاکستان کې د چین د پانګونې بنسټ ګڼل کیږي، د برید هڅه وکړه.

دې کار په اسلام اباد کې د چین سفارت غوسه را وپاروله تر دې کچې چې د پاکستان صدراعظم وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو له یاد برید څخه وروسته سمدستي خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت، چین او پاکستان هېوادونه "فولادي دوستان" اعلان کړل، خو له پاکستانه یې وغوښتل چې "د چینایي اتباعو، پروژو او ادارو خوندیتوب لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي."

فورم \ دبحث خونه