شاته

د متحده ایالاتو دفاع وزیر خپل اسرائیلي سیال ته: غزې کې د ملکیانو مرګ ژوبله ډیره لوړه' ده

د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیوډ آسټن سه شنبه مارچ ۲۶ (وري ۷) په واشنګټن کې د خپل اسرائیلي سیال سره په ملاقات کې ویلي چې په غزې کې د ملکیانو مرګ ژوبله "ډیره لوړه" ده او دا غوښتنه یې هم ترې کړې چې د غزې په جنوب کې د سترو نظامي عملیاتو لپاره دې بدیلې لارې پیدا کړي.

ښاغلي آسټن د ملاقات پیل کیدو څخه وړاندې خبریالانو سره په خبرو کې وویل، "په غزه کې نن د ملکیانو مرګ ژوبلې شمیر ډیر لوړ دی او د بشري مرستو اندازه ډیره کمه ده".

د پنټاګان چارواکو د دې ملاقات څخه وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د دفاع آسټن دا اړتیا ومنله چې په رفح کې د حماس کنډوکونه باید له منځه ولاړ شي خو تر څنګ یې پدې هم ټینګار وکړ چې د متحدینو "اخلاقي مکلفیت" او "ګډه ستراتیژیکه ګټه" د ملکیانو په خوندیتوب کې ده.

د دفاع وزارت دې چارواکي همدارنګه وویل چې ښاغلي آسټن د اسرائیل د دفاع وزیر سره په ملاقات کې د متحده ایالاتو هدف څرګند کړی چې د اسرائیل سره په رفح کې د سترو نظامي عملیاتو لپاره د بدیلې لارې پیدا کولو کې مرسته کول دي.

دې چارواکي زیاته کړه، " ډاډ باید ورکړل شي چې ملکیان په خوندي توګه پداسې حال کې د غزې نورو سیمو ته ووتلی شي چې بشري اړتیاوې یې پوره شوي وي".

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګلانت هم ژمنه کړې چې دا موضوعات به په نظر کې نیسي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت دا ندي ویلي چې ښاغلي آسټن پدې ملاقات کې په رفح کې د اسرائیل نظامي عملیاتو پر ځای د کومو متبادلو لارو چارو غوښتنه کړې خو د بشري مرستو په ډیروالي یې ټینګار کړی او دا یې هم ویلي چې د بشري مرستو رسولو لپاره ښایي په راتلونکو څو اوونیو کې سمندري دهلیز هم فعال شي.

دا لومړی ځل ندی چې متحده ایالات د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د اسرائیل عملیاتو سره مخالفت ښیي چې څه باندې یو ملیون فلسطیني وګړو پکې د دې تړانګې په نورو برخو کې د جګړو له کبله پنا اخیستې ده خو اسرائیل په وار وار ټینګار کړی چې دا عملیات به کوي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د اسرائیل دفاع وزیر پدې ملاقات کې د متحده ایالاتو دفاع وزیر ته ډاډ ورکړی که نه چې د نورو بحثونو تر کیدو پورې په په رفح کې نظامې عملیات نه کیږي، د امریکا د دفاع وزارت چارواکي د ځواب ورکولو څخه ډډه وکړله.

ټاکل شوې وه چې د متحده ایالاتو ته د سلا مشورو لپاره د اسرائیل یو جلا هیت راغلی و چې د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو تیره اوونۍ د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن سره په ټیلیفوني خبرو کې پرې موافقه کړې وه.

خو دا چې متحده ایالاتو تیره ورځ د امنیت په شورا کې یو پریکړه لیک کې رایه ورنکړله چې په غزې کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه پکې شوې، اسرائیل هم دا ملاقات لغوه کړ.

د امنیت شورا په پریکړه لیک کې په غزې کې د روژې په میاشت کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه شوې.

په پریکړه لیک کې همدارنګه غوښتل شوي چې دا موافقه دې په غزې کې د "دایمي او ثابت" اوربند سبب شي او د حماس ډلې څخه هم غوښتل شوي چې پاتې ټول برمته شوي کسان خوشې کاندي.

د پریکړه لیک مسوده د الجزایر لخوا ترتیب شوې وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د عربي هیوادنو استازیتوب کوي. سلوانیا او سویټزرلینډ هم د پریکړه لیک مسودې په لیکو کې مرسته کړې.

د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې وروسته تر هغې پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا د اسرائیل په ځوابي بریدونو او ځمکني یرغل کې څه باندې ۳۲ زره کسان وژل شوي چې د حماس عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.

که څه هم چې متحده ایالاتو د دې جګړې له پیل څخه د اسرائیل سره نظامي او سیاسي ملاتړ کړی خو دا چې له یوې خوا پدې تړانګې کې د ملکیانو مرګ ژوبله ډیره شوې او له بلې خوا بشري وضعیت هم پکې ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی، د اسرائیل سره د امریکا ملاتړ هم کمزوری شوی.

فورم \ دبحث خونه