شاته

سوریه کې په هوایي بریدونو کې ګڼ شمیر ایرانيان وژل شوي

د سوریې په ختیځ کې دیر الزور په ولایت کې سه شنبه مارچ ۲۶ ( وري ۷) په څو هوایي بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب غړیو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شویدي.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې ویلي چې په وژل شویو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو سلاکار، د همدې سلاکار دوه ساتونکي، نهه عراقي ملیشې چې ایران یې ملاتړ کوي او د سوریې دوه اتباع وژل شوي چې د همدې ایرانیانو سره یې کار کاوه.

په ایران کې دولتي مطبوعاتو تائید کړې چې پدې هوایي بریدونو کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو غړي وژل شوي خو دا یې ندي ویلي چې بریدونه چا کړي.

تر اوسه هیڅ کوم هیواد د دې بریدونو د کولو ادعا نده کړې خو د اسرائیل پوځ وخت ناوخته په سوریې کې ایراني پلوې ملیشې، ایراني ځواکونه او د سوریې حکومتي اهداف په هوایي بریدونو کې په نښه کوي.

د اسرائیل پوځ هم د دې تازه بریدونو په باره کې څه ندي ویلي.

تر دې وړاندې په منځني ختیځ کې میشتو امریکایي ځواکونو هم په عراق او سوریې کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو مرکزونه بمبارد کړي و خو د متحده ایالاتو یو چارواکي ویلي چې دا برید امریکایي ځواکونو ندی کړی.

په عین حال کې د داما پوست په نامه یوې مطبوعاتي ادارې چې د سوریې د حکومت په پلوۍ خپرونې لري، ویلي چې په برید کې شل تنه وژل شوي چې میرمنو او ماشومان هم پکې شامل دي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې یې یو د عماد شهاب په نامه یو انجینر وژل شوی چې د ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې یې پدې ولایت کې د حفظ الصحې په برخې کې کار کاوه.

د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو وژل شوی غړی بهروز واحدي نومیده چې د قُدس ځواکونو غړی و.

اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د حکومت په کنټرول کې دي خو ډیر لږ وخت مني چې دا ډول عملیات یې کړیدي.

د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه