شاته

افغان شاعر څرګندونو ته غبرګونونه چې پنجشیر یې د ایران برخه بللی

د نجیب بارور په نامه افغان شاعر څرګندونو ته چې پنجشیر یې د ایران برخه او ایات الله علي خامنه اي یې د " ټولې نړۍ د فارسي ژبو" مشر بللی، په ټولنیزو شبکو کې بیلا بیل غبرګونه ښودل شوي.

بارور د همدې تیرې دوشنبې په شپه په ایران کې د دوو نورو افغان شاعرانو، کاظم کاظمي او حکیم بینش تر څنګ د څو ایراني شاعرانو سره د شعر ویلو په یوې مجلس کې ګډون کړی و چې د ایران مذهبي مشر هم پکې ناست و.

دا مراسم د شعیه ګانو دویم امام، حسن بن علي د زوکړې ورځې لمانځلو په مناسبت د "امام خمیني" په حسینیه کې جوړ شوي و چې د ایران په پایتخت تهران کې موقعیت لري.

افغان شاعر نجیب بارور پدې مراسمو کې خامنه اي د "نړۍ ټولو فارسي ژبو" مشر وباله او وې ویل، " آغا صاحب ته د درناوي مراتب وړاندې کوم، د ایران ستر مشره او د نړۍ ټولو فارسي ژبو مشره".

دې افغان شاعر د خپلو خبرو په دوام وویل، " زه د ایران تر ټولو لیرې نقطې څخه راغلی یم، د هندوکش لوړو څوکو او پنجشیر څخه. غوښتل مې لنډ غزل ووایم خو غواړم داسې څه ووایم چې ستاسو شان سره برابر وي او زمونږ د پنجشیري تاجکانو نظر څرګند کړي".

خامنه اي د دې افغان شاعر په ځواب کې بیا ویلي ، " د فارسي ژبو ملتونو د یووالي په هکله ستاسو نظر، د یو شمیر هیوادونو مهمه ټولنیزه موضوع ده".

د بارور څرګندونو په هکله په ټولنیزو شبکو کې خلکو بیلا بیل نظرونه څرګند کړي.

د افغانستان د مخکني حکومت یو دیپلومات، فرید زیارمن چې اوس له هیواده د باندې اوسیږي، په طنزي توګه یې د افغان شاعر لخوا د خامنه اي ستایلو په غبرګون کې لیکلي، "زمونږ د کلتور خاوند ملګریه! تر دې ویاړ بله هیڅ لوړه څوکه نشته. مبارک دې وي او زمونږ خوشبختي ده چې تاسو لرو".

د عزیز کریمي په نامه یو افغان یوټیوب چلوونکو بیا د ښاغلي بارور دا کار ستایلی او لیکلي یې دي، " ژوندي دې وي د نړۍ فارسي ژبي، ژوندی دې وي زمونږ د هیواد فارسي ژبی شاعر نجیب بارور، خدای مو وساته ستاسو شعر ډیر عالي و".

خو ځینو نورو بیا په ټولنیزو شبکو کې دا افغان شاعر ترټلی چې ولې یې د خامنه اي ستاینه کړې. د ټولنیزو شبکو ځینو کارونو بارور "غوړه مال" او آن "حمار" یا خر بللی.

حمید خراساني چې پخپله یې هم د پنجشیر ولایت دی او اوس د طالبانو غړی دی، په یو ویډیویي پیغام کې یې د دې افغان شاعر په هکله ویلي، " د نجیب بارور پوچو او ناسمو څرګندونو ته زمونږ ځواب دا دی چې هغه د خامنه اي په وړاندې د افغانستان ولس او خاوره او په ځانګړې توګه د پنجشیر ولس ایرانیان ښودلي. پداسې حال کې چې افغانستان خپلواکه اراضي، کلتور، ولس او داسې تاریخ لري چې نور زمونږ تر تلسلط او رهبرۍ لاندې و".

د شعیب سالنګي په نامه د فیس بوک یو بل کاروونکي د دې افغان شاعر څرګندونو په هکله لیکلي، " که غلط مې نه وي اوریدلي، تاسو پنجشنیر د ایران یوه لیرې نقطه یاده کړه. یعنی که مونږ له سالنګه د خپلو دوستانو د لیدو لپاره پنجشیر ته ولاړ شو، باید د ایران ویزه واخلو".

نجیب بارور په خپلو اکثرو شعرونو کې د فارسي ژبې حوزه د پارسي ژبو لپاره د پولې پرته ګډه جغرافیا ګڼلې ده .

دې افغان شاعر څه موده مخکې هم په ایران کې د ویزې نه تمدید کیدو له کبله شکایت کړی و چې وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر په ځانګړې توګه د هغه د ویزې د تمدید کیدو امر ورکړ.

نجیب بارور د ګیلې ډک یو پیغام کې په ایران کې د خپلې ویزې د نه تمدید کیدو په خاطر لیکلي و: "د ایران هېواد څځه زمونږ درک ایران فردوسي و، نه هغه ایران چې د کوچنیو ذهنیتونو په وجه کوچنی شوی وي. مونږ فکر کاوه ایران د شاهنامې ایران دی، پارسی ګډه ژبه ده او ګډ فرهنګ او تمدن زمونږ د دیالوګ اساس دی. په پای کې که پوهیدم چې ایران د فرهنګي ارتباطو څخه جلا له شرمه د نورو ډکو ارتباطاتو اساس اېښی دی، دلته نه راتلم."

فورم \ دبحث خونه