شاته

ملګري ملتونه: یوې لسیزې کې ۶۴زره پناه غوښتونکي په لارو کې مړه شوي

د مهاجرت نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (حمل اوومه) یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي په نړۍ کې په تېرې یوې لسیزې کې ۶۴۰۰۰ پناه غوښتونکي خپلو هدفونو ته د رسېدو لپاره په لارو کې مړه شوي دي.

د دغه راپور په اساس په دغې ډلې کې یې ۳۷۰۰۰ کسان اروپا ته په لار د مدیترانې په سمندرګي کې ډوب شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې دا شمېر ممکن د واقعي شمېرو یوه برخه وي او په دې برخه کې ډېر اطلاعات نیمګړي دي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د اطلاعاتو تحلیلګر اندري ګارسیا بورجا په برلین کې خبریالانو ته وویل چې د «مدیترانې سیمه خطرناکه او سفر په دغې لارې کې خورا خطرناک» و او دی.

بورجا وویل چې په مدیترانې کې د تلفاتو شمېر د نورو سیمو په پرتله دقیق او واقعیت ته نژدې دی. هغه وویل چې د دوه په درېیمې برخې مړه شویو کسانو هویت پېژندل شوی نه دی او تر نیمايي په ډېرو پېښو کې د دغه سازمان کارکوونکي نه دي‌ توانېدلي چې د مړو عمر او جنسیت معلوم کړي.

اکثریت دغه کډوال او پناه غوښتونکي د بې وزلو او په جنګ کې د اېسارو هېوادونو وګړي دي. د کډوالو نړیوال سازمان وايي تېر ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۸۵۰۰ پناه غوښتونکي مړه شوي دي او دا کال د کډوالو لپاره مرګونی و.

فورم \ دبحث خونه