شاته

د ماسکو په کانسرټ د خونړۍ حملې په لړ کې په څلورو کسانو د ترهګرۍ الزام لګول شوی

د روس په سرښار ماسکو کې یو عدالت د اتوار، يکشنبې، په ورځ امر وکړو چې هغه څلور مشکوک کسان دې د مقدمې د شروع کېدو نه مخکې په بند کې وساتل شي چې په کانسرټ د حملې په لړ کې نیول شوي دي. په ماسکو کې د جمعې په ورځ په کانسرټ هال حمله کې لږ تر لږه ۱۳۷ کسان وژل شوي دي.

څلور واړه کسان عدالت ته حاضر شوي وو او عدالت امر وکړو چې د می د میاشت ۲۲ نېټې پورې دې په بند کې وساتل شي.

د ماسکو د عدالتونو ټېلېګرام چېنل د مشکوکو کسانو شناخت د دلېرجان مېرزایف، سیداکرمي رجبلعليزاده، شمس الدین فريدوني او محمدصابرفېضایوف په نومو وکړو.

عدالت وویل رجبلعليزاده او مېرزایف د جرم اعتراف کړی دی.

د روسي مطبوعاتو ترمخه څلور واړه کسان د تاجکستان دي او روس کې اوسېدل.

په کانسرټ هال د حملې په سر لړ کې روس د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ماتم ورځ ولمانځله. په حمله کې ۱۸۰ کسان زخمیان شوې هم دي.

د جعې په ورځ په کانسرټ حمله په کال ۲۰۰۴ کې په یو سکول د حملې وروسته تر ټولو خونړۍ پېښه وه.

داعش په کانسرټ د حملې ذمه واري ملنې ده. داعش سره تړلې خبرې ادارې عماق په ټېلېګرام سوشل ميډیا د حملې ذمه واري ومنله. ډلې یو وډیو هم شایع کړې چې وېل کېږي حمله کوونکي ښيي.

د خالي، شنبې، په ورځ قام ته په ټېلې وېژن خپله وېنا کې د روس صدر ولادېمېر پوتین غم ځپلو کورنیو سره غمرازي کړه. پوتین حمله خونړۍ او د ترهګرۍ وحشیانه ګام وبللو.

پوتین وویل د حملې په لړ کې ۱۱ کسان په حراست کې اخیستل شوي چې په کې هغه څلور مسلح کسان هم شامل دي چې د ماسکو نه ۳۴۰ کېلومېټره په فاصله بریانېسک سیمې ته تلل.

پوتین وویل دغو کسانو کوښښ کولو چې پټ شي او د یوکرېن په لوري حرکت وکړي. هغه زیاته کړه چې ابتدايي معلومات څرګندوي چې دغو کسانو ته یوکرېن ته د اړوېدو دپاره لاره برابر کړی شوې وه.

د روس د وفاقي حکومت امنیتي ادارې فېډرل سېکیورټي سروېس دعوه وکړه چې مسلح کسانو د یوکرېن سره رابطې وې او د یوکرېن سرحد سره نږدې ونیول شوو.

د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د پوتین خبرې رد کړې. زېلېنسکي د خالي، شنبې، په شپه قوم ته خپل خطاب کې وویل پوتین او "نور ګند" کوښښ کوي چې په بل چا الزام ولګوي.

وایټ هاوس هم په کنسرټ حمله کې یوکرېن د ککړتیا خبره رد کړې. د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمانې اېډرېين واټسن وویل د حملې ټوله ذمه واري د داعش په غاړه ده او یوکرېن په کې هېڅ ککړتیا نه لري.

امریکايي چارواکي وايي د داعش افغان څانګې داعش خراسان د ماسکو حمله کړې ده.

وایټ هاوس ویلي امریکايي حکومت د دې میاشت په شروع کې په روس کې د ممکنه حملې په اړه خبرداری کړی و او د مارچ په اوومه نېټه يې په روس کې امریکايانو ته هم خبرداری ورکړی و.

د دې هفتې په شروع کې پوتین د امریکې خبرداری د روسیانو د ویرولو کوښښ بللی و.

هغو روسي مطبوعاتو د ټېلېګرام چېنلو چې د کرېملېن سره نږدې دي، داسې وډیو شایع کړي چې یو مشکوک په کې وايي هغه ته د حملې دپاره پېسې ورکړی شوې وې. بل مشکوک تن د تاجک ترجمان دلارې د پوښتنو جوابونه وايي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د تاجکستان صدر امام علي رحمانوف پوتین سره په ټېلې فون خبرو کې د حملې غندنه وکړه. کرېملېن په یو بیان کې وویل د دواړو ملکونو امنیتي ادارې د ترهګرۍ خلاف یو بل سره همکاري کوي.

داعش په تاجکستان کې فعالیت لري. د مرکزي اېشیا دا ملک د افغانستان سره سرحد لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د بلوچستان په ۱۱ ضلعو کې د پولیو ضد پینځه ورځنی کېمپېن شروع شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00