د ملګرو ملتونو امنیتي شورا د روژې په میاشت کې په غزه کې د جنګ بندۍ قرارداد منظور کړو
د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو قرارداد کې غوښتنه وکړه چې د روژې په میاشت کې دې په غزه کې جنګ بند کړی شي.
امریکې په قرارداد د ووټ یا رای ورکولو نه ډډه وکړه او اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن يې په سمدستي ډول د مخالفت وکړو.
نېټن یاهو واشنګټن ته د یو لوړ رتبه اسرایلي پلاوي دوره منسوخ کړه او الزام يې پورې کړو چې د خپل اصولي موقف نه د امریکې د "پسپا" کېدو په سبب قرارداد منظور شو او د ډز بندۍ غوښتنه د دې شرط نه بغیر منظوره کړی شوه چې حماس دې یرغمالان ازاد کړي.
د قرارداد په حق کې ۱۴ ووټونه ورکړی شول. په مخالفت يې یو ووټ هم نه و. امریکې دا ځل قرارداد د مسترد کولو دپاره د ویټو اخیتار استعمال نه کړو.
په قرارداد کې غوښتنه شوې چې حماس دې هغه ټول کسان ازاد کړي چې د اکتوبر په اوومه نېټه يې په اسرایل د حملې په مهال نیولي دي.
په تېرو وختونو کې امریکې هغه قراردادونه ويټو کړي وو چې د اور بند غوښتنه په کې د یرغمالانو د ازادۍ سره نه وه تړل شوې. روس او چین په غیر مشروط ډول د جنګ بندۍ غوښتنه کوله.
د ګل، دوشنبې، په ورځ منظور شوی قرارداد د جنګ بندۍ غوښتنه کوي خو دغه مطالبه د یرغمالانو د ازادۍ سره نه تړي.
په غزه کې د ډز بندۍ قرارداد په داسې حال کې منظور شوی چې د امریکې صدر جوبایډن او د نېټن یاهو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوی. نېټن یاهو د امریکې دا کوښښونه مسترد کړي چې اسرایل دې د غزه په جنوبي ښار رفح کې عملیات نه کوي. نېټن یاهو د فلسطيني ریاست د قیام دپاره د بایډن غوښتنې هم رد کړي دي.
Forum