شاته

بنګله دېش هڅه کوي چې د ۱۹۷۱ کال نسل وژنه دې تسلیم کړی شي

بنګله دېش آمادګي نیسي چې د نهې/سې شنبې په ورځ د مارچ په ۲۶مه نېټه، د پاکستان نه د خپلې آزادۍ ګټلو ۵۳مه کلیزه ولمانځي. مګر په ډهاکه کې د آزادۍ د ورځې لمانځل اکثره هغه غمجن یادونه هم تازه کوي چې د کال ۱۹۷۱ د مارچ د ۲۵مې د شپې له پېښو سره تړلي دي.

د بنګله دېش حکومت دا کوششونه کوي چې د کال ۱۹۷۱ د مارچ ۲۵مې او د ډسمبر ۱۶مې نېټې ترمنځ موده کې د پاکستاني پوځ د خوا شوي ظلمونه دې په عالمي کچه د "نسل وژنې" په حیث تسلیم کړی شي.

د بنګله دېش خارجه وزیر حسن محمود د ګل/دوشنبې په ورځ په سرښار ډهاکه کې پلویانو ته وویل چې حکومت د دغسې تسلیم کولو دپاره یو روډ مېپ یا خاکه جوړه کړې ده، مګر نور جزئیات یې څرګند نکړل.

په ډهاکه کې چارواکي وايي چې په کال ۱۹۷۱ کې د جګړې په نهو میاشتو کې پاکستاني عسکرو تر درې میلینه پورې بنګله دېشي وګړي ووژل او څه باندې دوه لکه ښځو باندې یې جنسي تیری وکړ. خو پاکستان په دې شمېرو اتفاق نلري.

د هماغه کال د ډسمبر په شپاړسمه د جنګ د ختمېدو نه سمدستي وروستو، چې د پاکستان لښکر په ډهاکه کې د بنګله دېش او هند مشترکو پوځیانو ته ځانونه وسپارل، د پاکستان حکومت د چیف جسټس حمود الرحمن په مشرۍ یو جوډېشیل کمېشن د پلټنو دپاره وټاکلو.

هغه پاکستاني کمېشن د پلټنو په نتیجه کې وویل چې د بنګله دېش په جنګ کې شاوخوا شپږ ویشت زره (۲۶۰۰۰) خلک ووژل شول.

آزاد پلټونکي هم د بنګله دېش د جګړې د مړو په شمېر باندې اتفاق نلري، او د درې لکه نه واخله بیا تر یو میلین پورې مختلفې شمېرې وړاندې کوي.

خو په دې باندې قریب اتفاق موجود دی چې د ۱۹۷۱ د مارچ له ۲۵مې نېټې نه بیا د جګړې تر آخره پورې د پاکستاني پوځ د اعمالو له کبله، دومره ډېر خلک ووژل شول او تباهي جوړه شوه چې په نتیجه کې یې څه باندې لس میلینه بنګالیان مجبوره شول هند ته پناه یوسي. په هغه وخت کې مطبوعاتو کې هم وخت په وخت دا رپوټونه چاپېدل چې اقلیت هندواڼ او بنګالي استخباراتي مامورین او نور ماهرین په نښه کېدل.

په تېرې نېمې پېړۍ یا سدۍ کې بنګله دېش دا دریځ ساتلی چې د هغه وخت په شرقي پاکستان کې د پاکستان پوځ چې څه کړي و، هغه ګني نسل وژنه وه. د ملګرو ملتونو د بیان ترمخه، نسل وژنه داسې "یو جرم دی چې د یو قامي، قبایلي، نسلي، یا مذهبي ډلې د تباه کولو په مقصد ترسره شي."

بنګله دېش دا دعوه جاري ساتلې چې د پاکستان د پوځ مقصد د قتل عامونو او جبري کډه کولو د لارې، د بنګالي کلتور ختمول او د شرقي پاکستان نه د هندو آبادۍ له منځه وړل و.

د بنګله دېش حکومت د تېرو څو کلونو راهېسي هلې ځلې کړې دي چې د ۱۹۷۱ کال پېښې په نړېواله کچه نسل وژنه وبلل شي، مګر تر اوسه دغو هلو ځلو څه نتیجه نده راوړې.

دا چې د بنګله دېش د جګړې هغو پېښو ته په نړېواله کچه د نسل وژنې نوم ندی ورکړی شوی، په امریکا او نورو ملکونو کې هم د ځینو پام یې ځان ته اړولی دی.

په کال ۲۰۱۶ کې، یوې امریکایۍ لیکوالې، لورېن بوواسونو د سمېتسونین په مجلې کې ولیکل: "د روانډا د نسل کشۍ، یا د هولوکاسټ (د یهودو نسل کشۍ)، یا د یوګوسلاویا د ماتېدو وروستو چې څه قتلونه وشول، د هغو ټولو برعکس، په بنګله دېش کې نسل وژنه.. تر ډېرې اندازې د عوامو له نظره لېرې پاته شوې ده، که څه هم د وژنې لوړ شمېر په کې درې میلینه ښودل کیږي."

د خپلې دعوې د پیاوړي کولو دپاره، د بنګله دېش پارلېمان په کال ۲۰۱۷ کې یو قرارداد منظور کړ او د مارچ ۲۵مه نېټه یې په کې "د نسل کشۍ د یادونې ورځ" وبلله. د پارلېمان غړو همدا راز له حکومته وغوښتل چې د ۱۹۷۱ کال ظلمونو ته د عالمي برادرۍ د پام رااړولو دپاره دې کوششونه تېز کړي.

د حکومت کوششونو یو څه ګټه کړې ده. د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۱۴مه، د امریکا د کانګرس غړو سټیو چابوټ او آر کهنه یو قرار داد پېش کړ چې عنوان یې و: "د بنګله دېش د ۱۹۷۱ کال د نسل وژنې تسلیمول".

په دې قرار داد کې ویل شوي چې د امریکا اېوان نمایندګان "...دا تسلیموي چې د نسلي بنګالیانو او هندواڼو په ضد دغسې ظلمونه، د انسانیت په ضد جرمونه، جنګي جرمونه، او نسل وژنه حساب کیږي."

دا قرارداد، چې تر اوسه د امریکا په کانګرس کې لا ندی پاس شوی، د پاکستان په حکومت هم غږ کوي چې "په دغسې نسل کشۍ کې پخپل کردار اعتراف وکړي، د بنګله دېش حکومت او خلکو نه رسمي معافي وغواړي، او د نړېوال قانون په بنیاد دې (په هغو ظلمونو کې ککړ) په هر هغه څوک چې ژوندي پاته دي، مقدمه وچلوي."

پاکستان هېڅکله هم دا قبوله کړې نده چې ګني دغسې ظلمونه شوي دي، او له همدې کبله یې هېڅکله معافي نده غوښتې. دغه معافي نه غوښتل، همېشه د بنګله دېش حکومت د سخت خفګان وړ ګرځېدلی، په خصوص د شیخ حسینه په مشرۍ د موجوده حکومت. د شیخ حسینه پلار، شیخ مجیب الرحمن هغه څوک و چې د بنګله دېش د آزادۍ د جنګ مشري یې کوله.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د بلوچستان په ۱۱ ضلعو کې د پولیو ضد پینځه ورځنی کېمپېن شروع شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00