شاته

پاکستان د افغان کډوالو د شړلو دوهم پړاو پیلوي

د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد د افغان کډوالو د شړلو دوهم پړاو ته تیاری نیسي چې په ترڅ کې به یې نږدې یو میلیون د کډوالۍ د موقت سند لرونکي افغانان له پاکستان څخه وایستل شي.

د پاکستان حکومت تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه ندي ویلي خو د پاکستان د ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) خبر ورکړ چې محلي چارواکو او اړوندو ادارو ته امر شوی چې د کډوالۍ د موقت سند (اې سي سي) لرونکو افغانانو د اوسېدو ځایونه معلوم کړي.

د چارواکو په حواله، ټاکل شوې چې د کډوالو د ستنولو دا پړاو د اوړي په موسم کې پیل شي.

د خیبر پښتونخوا ایالت مرستیال عابد مجید د ډان ورځپاڼې ته وویل: "موږ له وړاندې د کډوالو د ځایونو معلومولو چاره پیل کړې ده. له روژې وروسته به دا بهیر نور هم چټک شي او موږ هیله لرو چې د سروې کار د اپریل له ۳۰مې وړاندې بشپړ شي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېرو له مخې، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۲.۱۸ میلیون د کډوالۍ سند لرونکي افغانان اوسیږي، چې ۱.۳ میلیون یې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو د ثبت نام له مخې د کډوالۍ دایمي سند (پي او ار) لري او شاوخوا ۸۸۰ زره نورو ته یې په ۲۰۱۷ کال کې د کډوالۍ موقتي پيژندپاڼې (اې سي سي) ورکړل شوي دي.

د کډوالو ادارې وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، د ۶۰۰ زرو څخه تر ۸۰۰ زرو په شاوخوا کې نور افغانان هم پاکستان ته کډوال شوي چې که څه هم یو شمېرې یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري خو د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې د "بې اسناده بهرنیانو" د شړلو لومړی پړاو پیل کړ چې په ترڅ کې یې، ویل کیږي، په پاکستان کې د میشتو د کډوالۍ د اسنادو د نه لرونکو ۱.۷ میلیون افغانانو له جملې څخه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانستان ته ستانه شول.

داسې رسمي شمېرې نشته چې وښيي، د کډوالۍ د موقت کارتونو لرونکو ۸۸۰ زره افغانانو له جملې څخه یې څومره تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.

د ډان د راپور له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته امر شوی چې په دې اړه کره شمېرې معلومې کړي. د کډوالۍ د موقت کارت او دایمي مهاجر کارت تر منځ د توپیر نشتوالی هغه بله ستونزه ده چې په پآکستان کې چارواکي اندېښمن دي چې ښايي له کابل سره د اسلام اباد کړکیچنې اړیکې نورې هم خړې پړې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد چې وړاندې یې له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو پرېکړه "د نه منلو وړ" بللې وه، دا ځل ویلي، چې پاکستان باید له افغان کډوالو سره په چلند کې له نرمۍ څخه کار واخلي.

خو د طالبانو د حکومت د نیوکو او د ملګرو ملتونو د اندېښنو سره سره، پاکستان پیېلې ده چې د کډوالو د شړلو بهیر وغځوي او د کډوالۍ د اسنادو لرونکي افغانان هم په بر کې ونیسي. دغه بهیر همدارنګه د صدراعظم شهباز شریف د لومړنیو ۱۰۰ کاري ورځو په پلان کې شامل شوی دی.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د کډوالۍ د موقت کارت لرونکو د سروې له بشپړېدو سره ښايي دغو کډوالو ته له پاکستان څخه په خپله خوښه د وتلو دپاره د یوې میاشتې مهلت اعلان شي.

تراوسه لا د یو میلیون څخه د زیاتو د کډوالۍ د دایمي سند لرونکو افغانانو په اړه تصمیم ندی نیول شوی چې په پاکستان کې یې لسیزې وخت تیر کړی دی.

فورم \ دبحث خونه