شاته

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزې کې د اوربند په هکله پریکړه لیک منظور کړ

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ څه باندې پنځو میاشتو جګړو څخه وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لومړي ځل لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه وکړله.

دې پریکړه لیک ته دوشنبه مارچ ۲۵ (وري شپږمه) د امنیت شورا ټولو ۱۴ غړیو مثبتې رایې ورکړلې او متحده ایالاتو چې د اسرائیل تر ټولو نږدې متحد دی، له رایې ورکولو ډډه وکړله.

د امنیت شورا په پریکړه لیک کې په غزې کې د روژې په میاشت کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه شوې.

په پریکړه لیک کې همدارنګه غوښتل شوي چې دا موافقه دې په غزې کې د "دایمي او ثابت" اوربند سبب شي او د حماس ډلې څخه هم غوښتل شوي چې پاتې ټول برمته شوي کسان خوشې کاندي.


د پریکړه لیک مسوده د الجزایر لخوا ترتیب شوې وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د عربي هیوادنو استازیتوب کوي. سلوانیا او سویټزرلینډ هم د پریکړه لیک مسودې په لیکو کې مرسته کړې.

سره لدې چې د روسیې استازې مخالفت درلود چې د پریکړه لیک څخه د "دایمي اوربند" ټکی لیرې شوي او پدې هکله یې د رایې ګیرۍ غوښتنه وکړله خو منظوره نشوه.

سره لدې چې متحده ایالاتو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اوربند په هکله پریکړه لیکونه رد یا ویټو کړي و په رفح کې د اسرائیل نظامي عملیاتو باندې ټینګار او ګڼ شمیر ملکیانو ته مرګ ژوبله ځیني هغه دلایل دي چې د متحده ایالاتو او اسرائیل مشرانو تر منځ یې مخالفت پیدا کړي.


متحده ایالاتو د همدې تیرې جمعې په ورځ د امنیت په شورا کې غزې کې په سمدستي توګه د اوربند په "اهمیت" پریکړه لیک وړاندې کړی و چې روسیې او چین یې مخالفت وکړ او په امریکا کې انتقاد کاوه چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې بندیدو لپاره یې په ښکاره توګه د اوربند غوښتنه نده کړې.

ها خوا بیا اسرائیل تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیکونو انتقادونه کړي ځکه وایي چې په ځانګړې توګه د حماس ډله پکې نده غندل شوې.

د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې وروسته تر هغې پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ، شاوخوا ۱۱۶۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا د اسرائیل په ځوابي بریدونو او ځمکني یرغل کې څه باندې ۳۲ زره کسان وژل شوي چې د حماس عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه