شاته

پوتین : پوهیږو چې برید چا کړی خو غواړو پوه شو چې اصلي طراح یې څوک دی

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په مسکو کې د موسیقۍ په یو تالار برید په هکله په تازه څرګندونو کې لا هم نده منلې چې دا برید د اسلامي دولت یا داعش ډلې کړی.

ښاغلي پوتین دوشنبه مارچ ۲۵ (وږي ۶) په یوې امنیتې غونډې کې دا ومنله چې "سخت دریځو اسلامپالو" دا برید کړی خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې اوکراین ددې برید سره تړاو لري.

د روسیې مشر وویل چې متحده ایالات کوښښ د خپل کنټرول لاندې هیوادونو ته قناعت ورکړي چې اوکراین پدې برید کې لاس نلري او دا چې برید د اسلامي دولت یا داعش ډلې کړی.

هغه زیاته کړه، " مونږ پوهیږو چې دا برید چا کړی. مونږ غواړو پوه شو چې اصلي طراح یې څوک و".

جمهور رئیس پوتین یو ځل بیا ادعا وکړله چې برید کوونکو په مسکو کې د موسیقۍ په تالار کې د خلکو تر وژلو وروسته کوښښ کاوه چې اوکراین ته وتښتي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې برید دوی کړی. په برید کې لږ تر لږه ۱۳۷ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ پورته نور ټپي شوي او ژوبل شویدي. د متحده ایالاتو تر څنګ ځینو نورو غربي هیوادونو هم ویلي چې برید داعش کړی.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون هم د دوشنبې په ورځ روسیې ته خبرداری ورکړ چې د دې برید څخه د هغه په قول "ناوړه ګټه" وانخلي. مکرون ویلي که روسیه د همدې برید پلمه د اوکراین پر ضد د عمل کولو لپاره وکاروي د ګټې پر ځای به یې تاوان ډیر وي.

د فرانسې مشر همدارنګه ویلي چې د موسیقۍ په تالار برید د اسلامي دولت یا داعش یوې څانګې کړی او دا یې هم ویلي چې همدې ډلې په فرانسې کې د بریدونو کولو دسیسه جوړه کړې وه.

دوو امریکايي مقاماتو د همدغې تېرې جمعې په ورځ وویل چې متحده ایالتونه داسې اطلاعات په لاس کې لري چې د مسکو په برید کې د داعش لاس لرل او مسئولیت تائیدوي.

اوکرین بیا په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي او په پوتین یې تور لګولی چې غواړي د دې برید ملامتي په نورو واچوي. د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې پوتین تر دې وړاندې هم په روسیې کې د ډله ایزو وژنو او چاودنو ملامتي په نورو اچولې وه.

زیلنسکي لیکلي: " د دې پر ځای چې د خپلو اتباعو خیال وساتي او هغوي ته وینا وکړي، دا بې کفایته پوتین فکر کوي چې څنګه دا پیښه د اوکراین سره وتړي."

د روسیې پولیسو د برید په تړاو ۱۱ تنه نیولي دي.

روسي مقامات وايي چې په نیولو شویو کسانو کې یې څلور د تاجیکستان اتباع دي.

د تاجیکستان ولسمشر له ولادیمیر پوتین سره په تیلیفون کې خبرې کړې دا برید یې غندلی دی او ویلي دي چې "ترهګر ملت او مذهب" نه لري.

په رسنیو کې د برید په شک د څلورو نیول شویو کسانو تصویرونه خپاره شوي چې په مخونو یې د وهلو ټکولو او شکنجې نښې ښکاري. که په دغو کسانو باندې ثابت شي چې برید کې شامل وو، ممکن د ټول عمر بند له سزا سره مخامخ شي.

فورم \ دبحث خونه