BBC
 شاته

'سرغړوونکې افغان ملېشې دې محاکمه شي'

Image copyright VPO
Image caption ډيلي مېل وايي دغه هيبتناکه جنرال د خپل اغېز لاندې سيمو دفاع هڅه کړې او طالبانو سره د جگړې په موخه يې مليشه ځواکونه بيا فعال کړي چې په شمالي ولايتونو کې په تدريجي ډول پر مختگ کوي

ډيلي مېل:

د ډيلي مېل بريتانيا چاپې ورځپاڼې د نننۍ گڼې يو سر ليک وايي "د بشري حقونو مدافع ټولنې په ناوړه چلند د تورنې افغانې مليشې محاکمه غواړي."

ورځپاڼه د بشري حقونو د څار ټولنې تازه خپاره کړي رپوټ ته اشاره کوي چې وايي:

"جنبش گوند پورې اړوندو مليشو په فارياب کې ١٣ ملکي وگړي په دې تور چې گواکې طالب ملاتړي دي وژلي، او ٣٢ تنه نور يې ټپيان کړي دي."

ورځپاڼه وايي دا د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال پورې اړوندو مليشو په وړاندې له بشري حقونو د سرغړونې تر ټولو تازه تورونه دي، او د ښاغلي دوستم له نامه سره وار له مخه يو لړ جنگي جنايتونه تړلي دي. ډيلي مېل وايي دغه هيبتناکه جنرال د خپل اغېز لاندې سيمو دفاع هڅه کړې او طالبانو سره د جگړې په موخه يې مليشه ځواکونه بيا فعال کړي چې په شمالي ولايتونو کې په تدريجي ډول پر مختگ کوي. ورځپاڼې د بشري حقونو د څار رپوټ دا برخه را اخيستې چې وايي دغو ځواکونو له خلکو خواړه او پيسې اخيستي دي.

د ورځپاڼې په وينا په ٩٠ کلونو کې د دغه راز ډلو له امله د طالبانو رادبره کېدو ته زمينه برابره شوه، او اوس دا خطر شته چې په افغانه ټولنه کې ويش ډېر او افغانستان لار ژور جگړې ته ټېل وهل شي.

د طالبانو او افغان حکومت له لوري ملکي وگړو ته د اوښتونکې مرگژوبلې په کچه کې زياتوالي په نړېواله کچه اندېښنې راپارولي دي.

واشنگټن پوست:

Image caption ورځپاڼه وايي په افغان قوانينو کې نجونو لپاره د واده قانوني عمر ١٦ ټاکل شوى، خو له ناوړه چلند د ښځو ژغورنې هڅې دودونو او ټولنيزو محدوديتونو له امله له مقاومت سره مخ شوې.

په خپلې نننۍ گڼې کې يوۀ ٥٠ يا ٦٠ کلن سړي ته د يوې شپږ کلنې نجلۍ د ودولو پېښې ته اشاره کړې، چې تېره اوونۍ په غور کې رامنځته شوې. ورځپاڼه وايي دا خبر له گڼو هغو په پراخه کچه خپرو شويو پېښو وروسته مخې ته راغلى چې وويل شول په کم عمر کې واده شوې نجونې سوځول شوي او يا د ډبرو په گوزارونو وژل شوي دي.

د واشنگټن پوست په وينا دا ستونزه له کلونو تنوير او د پوهاوي له ورکړې وروسته بيا هم ځکه پاېدلې، چې خلک بې وزله دي او ميندې او پلرونه پېسو لپاره خپلې نجونې په کم عمر کې ودوي.

ورځپاڼه وايي په افغان قوانينو کې نجونو لپاره د واده قانوني عمر ١٦ ټاکل شوى، خو له ناوړه چلند د ښځو ژغورنې هڅې دودونو او ټولنيزو محدوديتونو له امله له مقاومت سره مخ شوې.

گارډين:

دغې بريتانيا چاپې ورځپاڼې خپل يو مطلب پر ډونالد ټرمپ د هغې امريکايۍ مسلمانې جوړې نيوکې ته ځانگړى کړى چې زوى يې عراق کې د امريکايي ځواکونو ترڅنگ جگړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى.

Image copyright AP
Image caption ناندرۍ وروسته له هغه پورته شوې چې د ډیموکراټانو په عمومي غونډه کې د خپل زوى د قربانۍ په تړاو د ښاغلي خان د وينا پر مهال مېرمنه يې غزاله خان چوپه خوله ولاړه وه، او ښاغلي ټرمپ په خپلو څرگندونو کې وويل چې ښايي نوموړې د وينا اجازه نه لرله.

د امريکايي فقيد مسلمان سرتيري همايون خان پلار خضر خان د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته د جمهوريپال گوند نوماند په اړه وويل چې نوموړى د امريکا مشرتابه لپاره سم کس نه دى.

ناندرۍ وروسته له هغه پورته شوې چې د ډیموکراټانو په عمومي غونډه کې د خپل زوى د قربانۍ په تړاو د ښاغلي خان د وينا پر مهال مېرمنه يې غزاله خان چوپه خوله ولاړه وه، او ښاغلي ټرمپ په خپلو څرگندونو کې وويل چې ښايي نوموړې د وينا اجازه نه لرله.

د ورځپاڼې په وينا د ښاغلي خان کورنۍ د دونالد ټرمپ پر بچيانو غږ کړى چې را مخې ته شي او د خپل پلار کرکټر يا شخصيت سم کړي.