BBC
 شاته

د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې جګړه روانه ده

Image copyright AFP

د افغانستان جنوب هلمند ولايت څخه راغلي راپورونه ښيي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې ده.

ویل کېږي وسله والو طالبانو په ډله ييزه توګه په يو شمېر پوځي پوستو بريدونه کړی دی.

د هلمند ولايتي شورا يوه غړي احمد شاکر د دغې جګړې پخلی کړی او په وينا يې طالبانو يو شمېر پوستې لاندې کړې دي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د هلمند د امنيتي يا ملکي چارواکو غبرګون ولرو خو هېڅ څوک تيار نه شول چې په دې اړه معلومات ورکړي.

د ښاغلي شاکر په وينا د دغه ولايت په يوه بله ولسوالۍ خانشين کې چې وړاندې په کې جګړه وه اوس حالات تر کنټرول لاندي دي خو وايي اوس جګړې په نادعلي ولسوالۍ کې زور اخيستی دی.

نوموړی وايي که چېرې نادعلي ولسوالۍ ته هوايي ځواک و نه رسېږي، د دې وېره شته چې د دغې ولسوالۍ مرکز "سقوط" وکړي، دی وايي مرکزي حکومت بايد په دې اړه "جدي اقدام" وکړي.

طالبانو هم ادعا کړې چې جګړه نادعلي مرکز کې پيل شوې او حکومتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

وړاندې د افغانستان د دفاع وزرات وياند دولت وزيري ويلي وو چې خانشين ولسوالۍ ته يې نوي ځواکونه استولي او د دغې ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې يې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي دي.

د نوموړي په وينا په دغو عملياتو کې تر دې دمه ۲۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

تېره ورځ طالبانو ادعا کړې وه چې د خانشين ولسوالۍ يې له حکومته نيولې خو د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواک بي بي سي ته وويل چې افغان ځانګړي او هوايي ځواکونه په وخت سيمې ته ورسېدل او د طالبانو بريد يې په شا کړ.

هلمند د افغانستان په جنوب کې یو له ناامنه ولايتونه څخه دی چې وخت ناوخته په کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو خبرونه ورکول کېږي.