الخلیج: نږدې ۲۰ ډلې د داعش ځایناستي کېدل او د ترهګرۍ مشري غواړي
الخلیج:
د امارات الخلیج ورځپاڼې په روان کال کې د ترهګریزو ډلو او ترهګریزو بریدونو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې ښايي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال د داعش ډله له منځه یوړل شي.
د مطلب لیکوال زیاتوي نږدې شل ډلې داسې دي چې د داعش د احتمالي له منځه تللو وروسته ځان د ترهګرۍ د مشرۍ وړ بولي.
د مطلب لیکوال وړاندې وايي که له دغو ډلو سره د نړیوالو هڅو په همغږي کولو او د یوه منظم پلان له مخې چلند وشي نو حتمي ده چې فعالیتونه به یې ډیر کم شي، او تر دې اندازې به کمزورې شي چې د دوی پرضد د نړیوالې ټلوالې په وړاندې به درېدلی نه شي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي سناتور جان مکین هغه څرګندونې را اخستې چې د رسنیو په دفاع کې یې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په اړه کړې دي.
ښاغلي مکین ویلي دا څرګندونې ښيي چې څرنګه یو دکتاتور خپل کار پيلوي، ده زیاته کړې په تاریخ کې دا ثابته شوې چې دیکتاتورانو لومړی رسنۍ چوپ کړې دې.
دی وايي مطلب یې دا نه دی چې ښاغلی ټرمپ دیکتاتور دی خو زیاتوي له تاریخه باید درس واخلو.
په وروستیو اونیو کې ښاغلي ټرمپ د امریکايي رسنیو په اړه جنجالي څرګندونې کړي ، په وروستي یې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي رسني له ده سره دښمني نه لري بلکې دده په وینا رسنۍ د امریکا دښمنان دي.
انډیا ټایمز:
هندۍ ورځپاڼه انډیا ټایمز لیکلي چې د پاکستان د حکومت له خوا له هېواده د وتلو د منع شویو کسانو په نوملړ کې د لشکر طیبه د بنسټګر حافظ سعید او د هغه د څلورو ملګرو نومونه شامل شوي.
ورځپاڼه زیاتوي چې پاکستان دا کار د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فشار په پایله کې کړي دي.
برېتانوۍ ورځپاڼې په مالیزیا کې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د ناسکه ورور کیم جونګ نام د وژنې په اړه یو مفصل راپور خپور کړی او زیاتوي چې اوس شمالي کوریا له مالیزیا سره د کیم جونګ نام د مړي د عدلي طب د معایناتو پر سر جنجال لري.
ورځپاڼه زیاتوي کله چې کیم جونګ نام ژوندی و نو یو وخت ورته د خپل پلار د ځای ناستي په توګه کتل کیدل خو اوس یې مرګ له مالیزیا سره د یوې خطرناکې مخامخ کیدنې لامل دی ، زیاتوي چې شمالي کوریا د هغه د مړیني د ورسپارلو غوښتنه کړې او عدلي معاینات یې غندلي او د دښمنو ځواکونو سره د ګډې دسیسې پایله یې بللې ده.