شاته

افغان حکومت: چین طالبانو ته کومه کړنلاره نه برابروي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون کې چې د قطر طالبان چین ته تللي او د چارواکو سره یې لیدلي، وايي چین به هیڅکله د افغان حکومت سیاسي مخالفینو ته هیڅ راز پلاټفورم برابر نه کړي او د رسمي ډلو په توګه به یې ونه پيژني.

د رویټرز خبري اژانس خبر ورکړې چې د روانې جولای میاشتې له اتلسمې تر دوه ویشتمې پورې د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملا عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی چین ته د هغه هیواد په بلنه ورغلی او هلته یې له چینايي چارواکو غوښتي، چې په نړیوالو غونډو کې ددې ډلې سره همکاري وکړي. پدې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د یکشنبې (جولای ۳۱) په ورځ امریکا غږ ته وویل، چین طالبانو ته کوم پلاټفورم یا کړنلاره نه برابروي.

بل خوا د سولې عالي شورا هم چین ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه بې خبري ښودلې ده او وایي دا شورا هیڅ معلومات نه لري. د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو ددې څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

د سولې د رسمي خبرو پیل کیدو لپاره څو ځل څلور اړخیزه غوڼډې شوي دي

د سولې د رسمي خبرو پیل کیدو لپاره څو ځل څلور اړخیزه غوڼډې شوي دي

چین د څلور اړخیزه هیوادونو، پاکستان، متحده ایالات او افغانستان د ډلې غړی دی چې کوشش یي وکړ د همدې کال په پیل کې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې رسمي خبرې پیلې کړي. خو څیړونکي پدې باور دي چې دا هڅې ځکه کامیابه نه ګڼل کیږي چې ترڅو جدي ارزونې ونشي او د یوې تصور شوې احتمالي راتلونکې سوله ایزه پروسې د بیا پیلولو لپاره منتقدینو ته پکې د ګډون اجازه ورنکړل شي.

د افغانستان د سولې په هڅو کې د بیجنګ مداخله د هغو اندیښنو له وجهې کیږي چې فکر کوي د افغانستان بی ثباتي کیدی شي د چین لویدیځې نا امنه سیمې سنګیان ته خپره شي چیرته چې د بیلتون غوښتونکو جګړه په اصل کې پر هغو إسلامي سخت دریځو اچول کیږي چې پدې وروستیو کلونو کې یي سلګونو خلک وژلي دي.

سربیره پردې چې د افغانستان د دفاعي او ملي امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره متحده ایالاتو تر اویا میلیاردو ډالرو لګښت کړې دی، لاهم ستونزې شته او داسی توقع کیږي چې أفغان ځواکونه باید لدې وروسته په خپل مټ د جګړې ډګر وساتي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.