شاته

طالبانو دایکنډي کې د یوې راډيو مسوول مدیر په یو کال بند محکوم کړی

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې وايي چې د دایکنډي په ولایت کې د طالبانو یوې لومړنۍ محکمې د نسیم خصوصي راډیو مسوول مدیر سلطان علی جوادی ته د یو کال بند سزا اورولې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د سه شنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۱۲( لیندۍ ۲۱) په یوه اعلامیه کې د طالبانو د محکمې په دې پریکړه ژوره اندیښنه ښودلې اوپر دغه پریکړه یې د تجدید نظر او د ښاغلي جوادي د ژرخوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

ددغه مرکز د معلوماتو له مخې طالبانو ښاغلي جوادي د طالبانو د حکومت پر خلاف په "تبلیغاتو" او "بهرنیو او کافرو هیوادونو" ته د جاسوسۍ باندې تورن کړی دی.

دغه مرکز په دې اعلامیه کې ویلي": د نسیم د راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي ته د لومړنۍ محکمې له خوا د یو کال زندان حکم د مدافع وکیل پرته ورکړل شوی دی او د هغه د محاکمې بهیر هم شفاف نه و... دافغانستان د خبریالانو مرکز د دغې پریکړې په صادرلو د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره پر پریکړه د تجدید نظر او د قید او شرط پرته په فوري ډول ددغه سیمه ییز خبریال خوشې کیدل، د تور بیرته اخیستل او د نسیم د راډیو د خپرونو د بیرته غوښتنه کوي".

همداشان د افغانستان د رسنیو د بازار په نوم یوې ادارې مشر او په تبعید کې د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون عمومي منشي عبدالصمد حامد پویا هم په یوه اعلامیه کې ښاغلي جوادي ته د یو کال بند په سزا اندیښنه ښودلې او ژرترژره او د قید او شرط پرته یې د هغه د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د دایکنډي ولایت سیمه ییزو چارواکو د د سپټمبر په ۲۴ (تلې دوییم) د نسیم د راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي او ددغې راډیو دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي د یوې بهرنې راديو د خپرونو د بیا خپریدو او د طالبانو د حکومت په خلاف د تبلیغاتو په تورد دغه حکومت د استخباراتو ولایتي ریاست ته د څو ساعتونو لپاره غوښتي و. طالبانو هغه مهال د دغې رادیو خپرونې هم بندې کړې، چې لا هم بندې دي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست دا خبریالان د اکتوبر اووم( تلې ۱۵) ونیول چې سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي یې په بند کې د یوولسو ورځو د ساتلو وروسته خوشې کړل او سلطان علي جوادي یې د اولس ورځو وروسته په ضمانت خوشې کړ.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د محکمې دا پریکړه وروستۍ نه ده او ښاغلي جوادي کولی شي د محکمې په پریکړه د تجدید نظر غوښتنه وکړي.

طالبانو حکومت تراوسه دغه خبریال ته د بند د سزا د اورولو په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د رسنیو ملاتړ ادارو د اعلامیو له مخې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په کندهار کې د تمدن د سیمه ییز تلویزیون یو خبریال عبدالرحیم محمدي هم نیولی دی.

ددغو ادارو د اعلامیو له مخې ښاغلی محمدي د نهو ورځو راهیسې طالبانو نیولی دی او تراوسه یې برخلیک څرګند نه دی.

دغو ادارو په فوري ډول د محمدي د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د تمدن د تلویزیون د خبریال عبدالرحیم محمدي د نیولو په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه