شاته

د پاکستان د پوځ په یو مرکز 'موټر بمب برید شوی او ۲۲ تنه وژل' شوي

په پاکستان کې مقامات او رسنۍ وايي چې د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سيمه کې د سه شنبې ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندئ۲۱) د پولیسو په یوې پوستې د موټر بمب برید شوی او د وروستیو معلوماتو له مخې ۲۲ پاکستاني عسکر په کې وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د مشال راډيو خبریال اشتیاق مسید چې سیمې ته تللی و امریکا غږ ته وویل د درابڼ د یوه پولیس چارواکي محمد عدنان له قوله وايي چې څلورو وسله والو دا موټر بمب برید کړی، لومړی ځانمرګی برید وشو او ورپسې ډزې پیل شوې چې په پایله کې یې ۲۲ عسکر ووژل شول او ۳۴ نور ژوبل دي.

د پولیس چارواکي په وینا چې څلور واړه بریدګر هم وژل شوي دي.

ځینې پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې پوځیانو د پولیسو له دغې پوستې څخه مرکز جوړ کړی و چې برید پرې شوی دی.

خبریال اشتیاق د پولیس چارواکو له قوله وايي، پاکستاني عسکر هغې سيمې ته د استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو لپاره ورغلي وو او درابڼ تاڼې شاته په يو سکول کې میشت ول.

نوموړي زياته کړه، چې له چاودنې سمدستي وروسته وسلوال د پوځيانو موقتي کمپ ته ننوتل او هلته نښته وشوه.

د بريد مسوليت «تحريک جهاد پاکستان» په نوم یوې نوې وسله والې ډلې منلی دی. دغې ډلې تر دې وړاندې هم د ځينو خونړيو بريدونو مسوليت منلی دی.

درابڼ سیمه د ډېره اسماعیل خان له ښاره شاوخوا ۳۵ کیلوميټره ليرې له جنوبي وزیرستان سره پر پوله پرته ده او شمال پلو یې د بلوچستان له ږوب سره لګېږي.

فورم \ دبحث خونه