شاته

بشري حقونه: د ایران امنیتي ځواکونو په زندان کې په مظاهره چیانو جنسي تیري کړي

د بښنې نړیوال سازمان چارشنبې ډسمبر ۶ (لیندۍ۱۵) په یو تازه راپور کې ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په هغو میرمنو او سړیو جنسي تیري کړی او د جنسي تشدد نور ډولونو څخه یې کار اخیستی چې د تیر کال سپټمبر ۲۲ مې ولسي مظاهرو څخه وروسته نیول شوي و .

دې نړیوالې ادارې ویلي چې د ۴۵ قضیو په هکله یې اسناد راټول کړي چې په مظاهره چیانو جنسي تیری یا ډله ایز جنسي تیری شوی او یا د جنسي تشدد بل ډول کړنې څخه پکې کار اخیستل شوی.

په راپور کې ویل شوي چې دا ډول پیښې د ایران نیمایي څخه زیاتو ولایتونو کې شوي او دا ویره یې هم څرګنده کړې چې دا ډول سرغړاونې په پراخه توګه شویدي.

د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشۍ اګنس کالامارد ویلي چې په پلټنو کې څرګنده شوې چې د ایران استخباراتي او امنیتي اجنټانو څه ډول د جنسي تیري او جنسي تشدد څخه د مظاهره چیانو د شکنجې، سزا ورکولو، رواني او فزیکي ځورونې لپاره کار اخیسته.

میرمن کالامارد ویلي چې آن په ۱۲ کلونو بندیانو جنسي تیری شوی.

دا اداره چې مرکز یې په لندن کې دی، وایي چې د راپور نتیجه ګیري یې د ایراني چارواکو سره د تیرې نومبر میاشتې په ۲۴ مې شریکه کړې خو تر دې دمه یې د هغوي څخه څه ندي اوریدلی.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې په ۴۵ قضیو کې چې مستند شویدي، ۱۶ یې د جنسي تیري دي. پدې قضیو کې په شپږو میرمنو، اوو سړیو، یوې څوارلس کلنۍ نجلۍ او دوو هلکانو جنسي تیري شوي چې عمرونه یې ۱۷ او ۱۸ و.

په راپور کې راغلي چې په څلورو میرمنو او دوو سړیو د لسو ایراني اجنټانو لخوا ډله ایز جنسي تیری شوی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو غړیو، بسیج نیمه پوځي ځواکونو، د استخباراتو وزارت اجنټانو او پولیسو په زندانونو کې په مظاهره چیانو دا تیري کړیدي.

پدې راپور کې دا هم ویل شوي چې د ایران امنیتي ځواکونو په جنسي تیریو کې د لرګینو او اوسپنیزو ډنډو، د ښیښي بوتلونو، پلاستیکي پایپونو، د لاسونو ګوتو او یا هم د اجنټانو د تناسلي آلو څخه کار اخیستی.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې د ۲۹ داسې قضیو په هکله یې اسناد راټول کړي چې د زیانمنیو شویو کسانو پر ضد د جنسي تشدد نورو ډولونو څخ کار اخیستل شوی.

بندیان په سینو او تناسلي آلو کې وهل، جبري بربنډیدنه او د سړیو په خصیو کې د ستنو ننویستل او یا پرې یخی ایښودل د جنسي تشدد نورې پیښې دي چې پدې راپور کې یې یادونه شوې.

په راپور کې د زیانمنو شویو کسانو او عیني شاهدانو سره له لیرې په خوندي توګه اړیکو نیولو د لارې مرکې شویدي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې زیانمنو شویو کسانو له ډاره شکایت ندی کړی او هغوي چې څارنوالۍ ته یې عریضه کړې، چارواکو ورته پام ندی کړی.

د دې ادارې مشرۍ په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د زیانمنو شویو کسانو سره ودریږي او عدالت تعقیب کړي.

فورم \ دبحث خونه