شاته

د اسرائیل – حماس اوربند پای ته رسیدو راهیسې دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي

د غزې عامې روغتیا وزارت شنبه ډسمبر ۲ (لیندۍ۱۱) ویلي د حماس – اسرائیل تر منځ د شپږ ورځني اوربند پای ته رسیدو راهیسې پدې تړانګې کې لږ تر لږه دوه سوه فلسطینیان وژل شویدي.

دې وزارت ویلي چې د اکټوبر ۷ مې نیټې راهیسې چې د حماس وسله والو په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، ۱۲ سوه کسان یې ووژل او په ځواب کې اسرائیلي ځواکونو په غزې بمباري پیل کړله، د جمعې ورځې تر سهاره پدې بمباریو کې ۱۵۲۰۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي.

د راپورونو له مخې شاوخوا ۲ ملیونه فلسطینیان چې د غزې ټول اوسیدونکي دي، جنوبي لور ته کډه شوي ځکه اسرائیلي ځواکونو د ځمکني عملیاتو وړاندې دویته خبرداری ورکړی و چې سیمه دې پریږدي.

سره لدې چې د غزې په جنوب کې د خلکو پاتې کیدو لپاره د سرپناوو کمی دی، خو اسرائیلي ځواکونو د غزې پدې برخې کې هم یو شمیر ځایونه د شنبې په ورځ هوایي بمبارد کړل.

د اسرائیل پوځ په انټرنیټ کې د غزې نقشه خپره کړې او سلګونه هغه ځایونه یې عامو خلکو ته د ورتګ لپاره په نښه کړي چې د هوایي بمباریو څخه بچ کیدو په خاطر باید ورشي.

اسرائیل داسې مهال دا نقشه خپره کړه چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال کاملا هریس هم د شنبې په ورځ وویل چې د حماس – اسرائیل تر منځ روانې جګړې کې بیخي ډیر شمیر فلسطینیان وژل شوي او د اسرائیل څخه یې وغوښتل چې د دې کسانو د خوندیتوب لپاره دې لا ډیر اقدامات وکړي.

میرمن هریس د دوبۍ په ښار کې په خبري کنفرانس کې وویل چې اسرائیل د حماس پر ضد د نظامي عملیاتو کولو مشروع حق لري.

څرګنده نده چې آیا د اسرائیل پوځ به د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو خبرو ته غوږ ونیسي که نه خو اسرائیل هوډ څرګند کړی چې د غزې تړانګې به د حماس څخه پاکوي.

داسې هم ویل کیږي چې د حماس ډله د اسرائیل هوایي بریدونو څخه وړاندې ملکیان وتلو ته نه پریږدي او د انساني سپر په توګه یې کاروي.

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ وویل چې یوه ورځ وړاندې یې د غزې په تړانګې کې د حماس څه باندې ۴ سوه اهداف په هوایي بریدونو او توپونو ویشتي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د هاوان توغندي یې د ټانکونو او جنګي کښتیو څخه وار کړي.

د شنبې ورځې بریدونه چې د غزې په جنوبي برخې شوي، جوماتونه، د خلکو د اوسیدو کورونه او هغو سیمو شوي چې روغتون ته نږدې پرتې دي.

اسرائیل او حماس د قطر، مصر او متحده ایالاتو په منځګړتوب د یرغمل شویو اسرائیلیانو او فلسطیني بندیانو خوشې کیدو پر سر تیره اوونۍ د څلورو ورځو لپاره اوربند وکړ چې وروسته د ددو نورو ورځو لپاره وغځیده.

سره لدې چې ملګرو ملتونو هیله څرګنده کړې و چې ګوندې دا موقتي اوربند په دایمي بشري اروبند بد لشي خو د اوربند شپږ ورځنۍ موده د جمعې په ورځ پای ته ورسیده او جګړه بیرته پیل شوه.

فورم \ دبحث خونه