شاته

اوکراین: روسیې د ۷۵ ډرون الوتکو برید کړی، ۷۴ مو نسکورې کړي

اوکراین د شنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) وویل چې د تیرې شپې په اوږدو کې یې له ۷۵ روسي بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۴ نسکورې کړي، چې د کیف په وینا دا پر دې هیواد باندې د مسکو د یرغل له پیل راهیسې د روسیې د ډرون تر ټولو لوی برید دی.

د اوکراین پوځ ویلي، چې روسیې د "ریکارډ په کچه" د شاهد په نامه ایراني ډرون پر دې هیواد توغولي چې اکثریت یې د پلازمینې کیف پر سر له منځه وړل شوي دي او ددې برید په نتیجه کې د ښار په مرکز کې بریښنا پداسې حال کې پرې شوې چې د یخنۍ درجه له صفر څخه ښکته شوی ده.

د بې پیلوټه الوتکو دا برید په داسې حال کې شوی چې اوکراین د 'هولوډومور' په نامه د یادونې ورځ نمانځي؛ هغه ورځ چې د پخواني شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزف سټالین په واکمنۍ کې په ۱۹۳۰ لسیزه کې په اوکراین کې د ملیونونو کسانو د لوږې یاد تازه کوي.

د اوکراين د هوايي ځواک قوماندان جنرال ميکولا اوليشچوک وويل: "دښمن په اوکراين د ریکارډ په کچه د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي دي. د بريد اصلي هدف کيف وو."

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې له ۷۵ څخه یې ۷۴ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د کیف مقاماتو ویلي، د یو ۱۱ کلن ماشوم په ګډون پنځه کسان په پلازمېنه کې؛ چیرته چې هوایي برید شپږ ساعته دوام وکړ، ټپیان شوي دي.

ویتالي کلیچکو وویل، د بې پیلوټه الوتکې د پاته شونو د غورځېدو له امله د ښار په بیلابیلو برخو کې اورونه لګیدلي او ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د فرانس پرس اژانس وایي، د کیف اوسیدونکي د ښار په دنیپروفسکي ناحیه کې د ماتې شویو کړکیو او نورو زیانونو په پاکولو بوخت وو او امبولانسونه ولاړ وو.

د زیانمن شویو ودانیو څخه په یوه ودانۍ کې د ماشومانو د ساتنې مرکز و او د بلې ودانۍ د پورتنۍ پوړ یوه برخه ویجاړه شوې وه.

دا بریدونه پداسې حال کې شوي چې د لاتویا ولسمشر، اډګارس رینکیوکس، د اوکراین پلازمینې کیف ته سفر کړی. هغه پداسې حال کې چې د بمي بریدونو څخه د ژغورنې په یو تیاره پناه ځای کې و، په ټولنیزو رسنیو کې یې خپل یو عکس خپور کړی.

له بریدونو وروسته د لسګونو ودانیو برېښنا پرې شوې، خو د اوکراین د انرژۍ وزارت وايي، برېښنا یې بېرته فعاله کړې ده.

پر اوکراین د مسکو د یرغل څه دپاسه ۲۱ میاشتې وشوې او اوس جګړې د اوکرایین په ختیځ کې تر ټولو شدیدې دي او تر ډیره د اودیویکا ښار شاوخوا متوجه دي چې د روسي ځواکونو له خوا کلابند دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې: "د هولوډومور د یادونې ورځې په شپه له ۷۰ څخه زیات شاهد [ډرون] ... د روسیې مشرتابه په دې حقیقت ویاړي چې کولی شي [خلک] ووژني."

اوکراين چې له لوېديځ څخه د روسيې د يرغل د مخنيوي لپاره د لا زياتو وسلو غوښتنه کړې ده، اندېښمن دی چې د نړۍ پام د اسرائیل او غزې جګړې ته اوښتی دی.

بې پیلوټه الوتکې په پراخه کچه په شخړه کې کارول شوي، اوکراین هم په روسیه او کریمیا کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي.

فورم \ دبحث خونه