شاته

معترضې ښځې: د طالبانو واکمنۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر زیات شوی

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې نومبر۲۵ سره هممهاله د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په دغه هیواد کې ښځو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تاوتریخوالي مختلفې بڼې تجربه کړي دي.

ددغه غورځنګ یو شمیر غړو په یوه سرتړلې ودانۍ کې په یوه اعتراضي غونډه کې وویل چې دخپلو حقونو لپاره د عدالت د غوښتلو مبارزې ته دوام ورکوي او د خپلو حقونو په برخه کې به هیڅکله له مبارزې شاته نشي.

ددغه غورځنګ یوې غړې د خپلې غونډې د پریکړه لیک د لوستلو پر مهال وویل: "د څیړنو او د سترګو لیدلو واقعیتونو له مخې په تیرو دوو کلنو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی د پيښو شمیر په ویرونکي ډول زیات شوی دی او مرموزې وژنې، ځان وژنې، د طالبانو له خوا د وهلو او ټکولو پیښې، صحرايي محکمې، جبري ودونه، د کوچنو نجونو پلورل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو څرګند مثالونه دي".

دغو معترضو ښځو افغانستان د ښځو لپاره د یو ویرونکي زندان په توګه یاد کړ او وویل چې ښځو د طالبانو په واکمنۍ کې ترټولو زیاته قرباني ورکړې ده.

دغو معترضو ښځو د طالبانو له خوا د ژولیا پارسي، ندا پرواني او نورو ښځینه فعالانو نیولو ته اشاره وکړه او د طالبانو دا کړنې یې د ښځو پر وړاندې ددغې ډلې د تاوتریخوالی د څرګند چلند په توګه یاد کړ.

د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ غړو وویل: "مونږ د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې پر طالبانو باندې په فشار سره د انساني ارزښتونو د دفاع، د ښځو پر وړاندې ددغې ډلې د بدبختۍ ډکو کړنو او په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې مونږ سره مرسته وکړي".

په عین وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان د نومبر د ۲۵ ورځې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوال ۱۶ ورځیني کمپاین په ترڅ کې د افغان میرمنو څخه د ملاتړ لپاره د ټولنیزو رسنیو له لارې یو انلین کمپاین پیل کړی دی.

دغه سازمان د شنبې په ورځ نومبر۲۵ (لیندۍ څلورم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه کمپاین د پیلولو پر مهال ویلي چې د دغه ۱۶ ورځیني کمپاین په موده کې به د بشري حقونو د مدافعانو، مدني فعالانو، اعتراض کوونکو، هنرمندانو، سیاستمدارانو او ښوونکو پیغامونه خپاره کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نومبر د ۲۵ ورځې څخه د ډسمبر د ۱۰ ورځې پورې مونږ سره یوځای شئ. په افغانستان کې د ښځو او نجونو څخه د ملاتړ لپاره د خپل پیوستون پیغامونه شریک کړئ".

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ او ۱۶ ورځینی کمپاین د تیر رژیم او د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کیده، خو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې چې طالبانو بیا په دغه هیواد کې واک ترلاسه کړی په دې مناسبت کومه ځانګړې غونډه نه ده جوړه شوې.

طالبانو د خپلې واکمنۍ وروسته د ښځو مدني اعتراضونه په کلکه ځپلي او د ښځو د حقونو یو شمیر مدافعان یې په زندانونو کې اچولي دي. همداشان طالبانو په دغه موده کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه زیات کړي دي.

طالبانو نجونې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې له کار کولو څخه هم منع کړي دي.

ددې سربیره د طالبانو حکومت د دوو کلنو څخه په زیاته موده کې د کور څخه بهر د اوږده سفر پر مهال د محرم شتون او هم د کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو شرطونه ایښي دي او هم یې ښځې د سینګارتونونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تللو منع کړي دي. ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت چلند د جنسیت پربنسټ یو سیستماتیک تبعیض په توګه یاد کړی دی او د طالبانو له حکومت یې ددغه چلند د پای ته رسیدلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د زده کړو په برخه کې محدودیونه هم دایمي نه دي.

فورم \ دبحث خونه