شاته

د پاکستان د کراچۍ ښار په یو سوداګریز مرکز کې اورلګیدنې ۱۱ تنه مړه کړي

پاکستاني مقاماتو د شنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) وویل چې د کراچۍ ښار په یو سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د جنوبي بندري ښار کراچۍ د سوداګریز مرکز ددغه شپږ پوړیزې ودانۍ په څلورم پوړ کې د اور لګیدو پرمهال له ۶۰ څخه زیات کسان موجود وو.

د چیپا په نامه د ژغورنې د یوې د خیریه موسسې ویاند شاهد حسین وویل، "زموږ د ژغورنې کارکونکو تر اوسه پورې د ۱۱ تنو مړي روغتونونو ته رسولي دي."

هغه وويل چې په دې پېښه کې ٣٥ تنه ټپيان شوي چې د اوو تنو روغتيايي حالت نازک دى او زیاته یې کړه چې، "لږ تر لږه ۴۰ تنه ژغورل شوي دي."

د سند ایالت د عامې روغتیا وزارت ویاند شبیر علي د وژل شویو او ټپیانو شمېر تایید کړ.

حسين وويل، اورلګېدنه د جنراتور د شارټۍ له امله رامنځ ته شوې او اور د ودانۍ دوه پوړونو ته خپور شوی دی.

د خوندیتوب او ودانیو کمزوري قوانین او د ساختماني مقرراتو د نه پلي کیدو له امله په پاکستان کې اکثر په لویو ودانیو کې اورلګیدنې رامنځته کیږي.

په ۲۰۱۲ کال کې، د کراچۍ په لوېدیځ کې په بالدیه ښارګوټي کې د نساجي په یوه کارخانه کې په اورلګیدنه کې پداسې حال کې لږ تر لږه ۲۵۰ کارګران مړه شوي وو چې ودانۍ د اور څخه د تیښتې ساختماني امکانات نه درلودل.

فورم \ دبحث خونه