شاته

عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو څلور ځله بریدونه شوي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي په عراق او سوریه کې تیره ورځ په میشتو امریکایي ځواکونو د څو ساعتونو په ترڅ کې څلور ځله د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه وشول.

د دفاع وزارت دې چارواکي جمعه نومبر ۲۴ (لیندۍ۳) د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې په بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې او نه هم پکې تاسیسات زیانمن شوي.

دې امریکایي نظامي چارواکي ویلي چې د سوریې په شمال ختیځ کې په نظامي اډې چې د امریکا په ګډون پکې د نړیوال ائتلاف ځواکونه پراته دي، دوه ځلې څو توغندي وار شول و او په یو برید کې د ډرون الوتکې څخه هم کار اخیستل شوی و.

د وزارت د معلوماتو له مخې په عراق کې د عین الاسد په نظامي اډې هم چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي، د څو ډرون الوتکو بریدونه وشول او یو بل برید بیا د عراق په شمال کې د اربیل په سیمه کې په نظامي اډې شوی چې هلته هم امریکایي ځواکونه دیره دي.

د اسلامي مقاومت په نامه د ملیشو یوه ډله چې د کارپوهانو په وینا په عراق او سوریه کې د ملیشو ګڼ شمیر ډلې لري او ایران یې تر شا ولاړ دی، ادعا یې کړي چې دا بریدونه هغوي په امریکایي او نړیوالو ځواکونو کړیدي.

سره لدې چې د عراق حکومت دا بریدونه عغندلي او دا یې د خپلې خودمختارۍ څخه سرغړاونه بللې خو ویل کیږي چې دا ملیشې په عراق کې دومره واک لري چې آن د حکومت لپاره ستونزې پیدا کولی شي.

د دې بریدونو څخه یوه ورځ وړاندې امریکایي ځواکونو د بغداد په جنوب کې کتایب حزب الله په نامه د ملیشو مرکزونه بمباري کړل چې د دې ملیشو په وینا ۸ تنه پکې وژل شوي و.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د تیرې سه شنبې په ورځ ویلي و چې په عراق کې یې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو موټر وروسته تر هغه په نښه کړ چې پدې هیواد کې په میشتو امریکایي ځواکونو د بالستیک توغندی برید وشو.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د توغندي پدې برید کې اته امریکایي ځواکونه ټپي شوي او تاسیساتو ته هم لږ زیان اوښتی.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې آیا امریکایي ځواکونه شدید که برسیرن ټپي شوي. برید د الاسد په نظامي اډې شوی چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې په نظامي اډې د برید څخه وروسته امریکایي ځواکونه پدې وتوانیدل د ایراني پلوو ملیشو موټر او هغو کسانو موقعیت معلوم کړي چې دې توغندي وارولو کې یې لاس درلود.

په اعلامیې کې راغلي چې د امریکا د پوځ (اې سي -۱۳۰) جنګي الوتکې د "ځان دفاع" او غچ اخیستنې لپاره پدې موټر هوایي برید وکړ چې ګڼ شمیر دښمن جنګیالي پکې ووژل شول.

دفرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د عراق حکومت د دې برید په تړاو چې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو اته تنه جنګیالي پکې ووژل شول، غبرګون ښودلې او ویلي یې دي، چې امریکايي ځواکونو د برید له ترسره کولو مخکې له عراقي پوځ سره مشوره نه وه کړې.

سره لدې چې امریکایي ځواکونو تر دې وړاندې څو ځله په سوریه کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو په مرکزونو چې شک پرې دی په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو بریدونه کوي، په نښه کړي خودا لومړي ځل و چې دا ډول برید یې په عراق کې پدې ملیشو وکړ.

په عراق او سوریې کې د ایران له ملاتړ برخمنو ملیشو خبردرای ورکړی چې دا ډول بریدونه به ادامه ولري ځکه چې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې کې متحده ایالاتو د اسرائیل سره خپل ملاتړ ښودلی.

فورم \ دبحث خونه