شاته

ریچارډ بنیټ: هرات کې د دوه شیعه دیني عالمانو وژل ډیر د اندیښنې وړ دي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د هرات په ولایت کې د دوه شیعه دیني عالمانو په وژل کیدو اندیښنه ښودلې او په خپلواک ډول یې ددې پیښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

د هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۳(لیندۍ دوییم) ناپیژاندو وسله والو ددغه ولایت د جبرائیل ښارګوټي کې دوه شیعه دیني عالمان خادم حسین هدایتي او رجب علي اخلاقي چې د جبرائیل ښارګوټي د دیني عالمانو د شورا غړي هم و ووژل.

ریچارډ بنیټ د جمعې د ورځې ناوخته نومبر۲۴(لیندۍ درییم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ددې پیښې عاملین باید د نړیوالو معیارونو له مخې د قانون منګلو ته وسپارل شي.

ښاغلي بنیټ لیکلي:" زه په هرات کې تیره ورځ د دوه شیعه دیني عالمانو د وژل کیدو راپورونو ته په ډیرې اندیښنې سره ګورم دا وژنې په همدې سیمه کې د اکتوبر په میاشت کې د یو بل دیني عالم د وژلو په دوام شوي دي. زه د نړیوالو معیارونو پر اساس د قانون منګلو ته د پیښې د عاملینود سپارلو لپاره په خپلواک ډول د پلټنې غوښتنه کوم ".

په هرات کې سرچینو امریکا غږ ته وویل چې ددغه ښار د جبرائیل ښار کوټي کې چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه ګان دي د پنجشنبې په ورځ ناپیژاندو موټر سایکل سپرو چې خپل مخونه یې پټ کړي و، ددغه ښارګوتي د فرهنګ په څلورلارې کې پر دغو دوو دیني عالمانو خادم حسین هدایتي او رجب علي اخلاقي باندې ډزې وکړې چې په پایله کې دا دواړه دیني عالمان ووژل شو.

تراوسه هیڅ کومې ډلې ددغو دیني عالمانو د وژلو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو د هرات ولایتي چارواکوهم ددې پیښې په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه