شاته

کاناډا: د۴۰ زرو افغان کډوالو د تخلیې ژمنه مو پوره کړې ده

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي چې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې یې تیره ورځ له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتکه کې ۳۲۵ افغانان انتقال کړي، چې ورسره دغه هیواد ته د روان ۲۰۲۳ ترپایه د ۴۰ زرو افغان کډوالو د انتقالولو ژمنه یې هم پوره کړې ده.

دغې ادارې د چهارشنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۵ ( لړم ۲۴) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې کاناډا ته دا نوي رسیدلي افغان کډوال به ددغه هیواد په ۳۱ سیمو کې ځای پر ځای شي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي:" کاناډا د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۴۰ زرو زیانمنونکو افغان کډوالو ته د هرکلي ویلو هدف پوره کړ او په شرایطو د برابرو نورو غوښتنلیکونو باندې چې دمخه ترلاسه شوي کار روان دی".

کاڼاډا په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د پاکستان، تاجیکستان او متحده عربي اماراتو څخه افغان کډوال په چارټر شویو الوتکو کې دغه هیواد ته انتقال کړي دي.

په ورته وخت کې په کاناډا کې د بیا میشتیدو لپاره د نږدې ۱۸ زره افغانانو غوښتنلیکونه لا هم د کاناډا او نړیوالو غیر دولتي ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو ان اچ سي ار) لخوا تر غور او کتنې لاندې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه، چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکې به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي دغه هیواد ته انتقال کړي.

د کاناډا د کډوالۍ، پناه ورکوونې او تابعیت ادارې یو ویاند د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې په لومړیو کې امریکا غږ ته ویلي و: "کاناډا د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۴۰زره افغان پناه غوښتونکو د بیا میشتیدنې په برخه کې چې په نړۍ کې د بیامیشتیدو یو له سترو پروګرامونو څخه دی، په خپلې ژمنې کلکه ولاړه ده."

د هغو افغان پناه غوښتونکو په منځ کې چې تر اوسه په کاناډا کې میشت شوي دي، له ۱۰ زرو څخه زیات هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي موسسو او ادارو سره کار کړی دی. ددې برسیره، ۱۶ زره نور بیا هغه مېرمنې او د مدني ټولنې فعالین دي‌ چې د کاناډا د بشردوستانه مرستو د پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

پاکستاني رسنیو د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر شپږم ( وږي ۱۵) راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت د کاناډا په غوښتنه له دغه هېواد څخه کاناډا ته د شپږ زرو افغان کډوالو د انتقال سره موافقه کړې ده.

ددغې موافقې له مخې کاناډا هغه شپږ زره افغان کډوال، چې په پاکستان کې دیره دي د روان ۲۰۲۳ کال تر پایه کاناډا ته انتقالوي.

ددغې موافقې له مخې د کاناډا حکومت به د شپږ زره افغانانو د انتقال لګښت او د پاکستان څخه د افغانانو د وتلو لګښت هم ورکړي.

کاناډا دا شمیر افغان کډوال په داسې حال کې انتقال کړي چې یو شمیر نړیوالو بنسټونو د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي لودیځو هیوادونو څخه د هغو افغانانو د ژر تخلیې غوښتنه کړې، چې دا هیوادونه یې انتقالول غواړي.

د بحران نړیوالې ډلې د نومبر۱۳ (لړم ۲۲) په یو راپور کې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو پر وړاندې پرتو ګواښونو ته په کتنې د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون له هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري غوښتي چې اسلام اباد دې له دغه پلان د پلي کولو څخه منع کړي.

دغې ډلې ویلي که نړیوال دا کار نه کوي نو لږترلږه دې د پاکستان له لنډ مهاله حکومت څخه وغواړي چې اوسنی غیرعملي پلان وځنډوي او پرځای دې یې له افغانستان او پاکستان دواړو څخه وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې موافقه سره وکړي، ترڅو کډوالو د ستنولو بهیر کې د حقوقي او بشري اصولو او معیارونو څخه سرغړونه ونه شي.

د بحران نړیوالې ډلې له نړیوالو مرستندویانو هم غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د عالي کمېشنرۍ په مرسته د افغان کډوالو مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دفتر تیره میاشت په یوه خبرپاڼه کې د بشري بنسټونو د اندیښنو په غبرګون کې ویلي و چې دا حکومت زیانمنوونکو کډوالو د ساتنې په برخه کې خپلو مسوولیتونو ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه