شاته

طالبان: دوو اونیو کې له ۷۳ زرو څخه زیات افغان کډوال سپین بولدک له لارې وطن ته ستانه شوي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر په ترڅ کې په تیرو دوو اونیو کې د چمن - سپین بولدک له لارې ۷۳۲۰۸ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

بلال کریمي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه د دغو ستنو شویو کورنیو شمیر ۱۲۴۳۰ تنه ښودلی او ویلي بې دي چې ددغو کورنیو سره افغانستان ته د ستنیدلو وروسته اړینې مرستې شوي دي.

ښاغلي کریمي ویلي: "د روان ٢٠٢٣ میلادي کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر ١٥ نیټې، یعني تر پرون ورځې پورې د سپین بولدک له لارې ۱۲۴۳۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۷۳۲۰۸ تنو ته رسیږي، خپل هیواد ته را ستانه شوي دي".

د چهارشنبې په ورځ نومبر۱۵ ( لړم ۲۴) په تورخم او چمن کې پاکستاني سرچینو امریکا غږ ته ویلي و، چې د روان کال د سپټمبر د نیمايي څخه تر تیرې ورځې پورې د چمن – سپین بولدک له لارې شاوخوا ۹۰ زره افغان کډوال او د تورخم له لارې ۲۰۷ زره تنه افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د سه شنبې په ورځ نومبر۱۴ (لړم۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له نیمايي څخه تر تیرې ورځې پورې ټول ۳۲۷ زره او ۴۰۰ قانوني اسنادو نلرونکي افغان کډوال له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي: "دغې ناڅاپي هجوم له وړاندې د سرپناه، او اساسي خدمتونو په ګډون تر فشار لاندې سرچینو باندې لا فشار راوړی دی. اضافي ملاتړ ته په بیړني ډول اړتیا ده".

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې خپلو هیوادونو ته د ستنیدلو لپاره مهلت ورکړی و او ویلي و، چې ددغې نیټې وروسته به قانوني اسنادو نلرونکي کډوال ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

ددغه مهلت د پای ته رسیدلو وروسته د نومبر د میاشتې له پیل راهېسي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په کډوالو باندې د چاپې وهلو رپوټونه ورکول شوي او په ځینو برخو کې خو داسې پېښې هم ثبت شوي چې په موقتي مرکزونو کې نیول شویو کډوالو، خبریالانو ته د کډوالۍ خپلې پیژند پاڼې هم ورښکاره کړي خو بیا هم نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) ویلي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو په مهال له هغوی سره د نامناسب چلند، نیولو، ناقانونه بندي کولو، د ملکیتونو او شخصي توکو د تخریب او له هغوی څخه د پېسو اخیستلو په اړه راپورونو اندېښمن کړی دی.

ولکر ترک وویل چې دا چارې د پاکستان له لوري "په څو لسیزو کې د لوی شمېر افغان کډوالو د دودیز او سخاوتمندانه کوربتوب سره په ټکر" کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي دي چې اکثریت کډوالو د نیول کېدو له ډاره پاکستان پرېښی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وویل چې د یو کس فردي ازادي تضمین شوی اساسي حق دی چې له تبعیض پرته باید خوندي وي، په دې کې هر ډول کډوال راځي.

هغه وویل: "د مهاجرینو نیول باید اخري انتخاب وي او له هغه څخه باید د جبري ستنولو لپاره کار وانخیستل شي. کله چې د ماشومانو او نورو زیانمن کېدونکو ډلو خبره کېږي، باید په بشپړ ډول د (مهاجرینو) د بندي کولو څخه ډډه وشي."

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګتي د نومبر ۱۳( لړم ۲۲) د دغه هیواد د مشرانو جرګې (سنا) ته د افغان کډوالو ستنیدلو بهیر په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې د کډوالو ستنولو پر مهال د ستونزو پخلی وکړ خو ویې ویل، "په دومره لوی شمیر چې خلک ستنېږي نو په انتظاماتو کې خو به نیمګړتیاوې راځي."

هغه وویل چې تر دا مهاله له پاکستان څخه څه نا څه ۳۰۰ زره ناقانونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې یوازې اته زره یې د پاکستان د حکومت له خوا ایستل شوي او پاتې نور په خپله خوښه افغانستان ته تللي دي.

سرفراز بګټي د سنا مجلس کې د کډوالو د شړلو په دفاع کې وویل: "د پاکستان قانون وايي چې ناقانونه بهرني وګړي دې ونیول شي، بندي دې کړل شي، قضیه دې پرې وچلول شي او له هېواد څخه دې واېستل شي".

خو ښاغلي بګټي وویل، چې حکومت یې ناقانونه کډوالو ته د اسانتیا ورکولو لپاره هغوی نه زندانونو ته اچوي، نه یې محکمې ته وړاندې کوي، بلکې په موقتي مرکزونو کې یې ساتي چې په دوو یا درو شپو کې یې خپل هېواد ته ستانه کړي.

د بلې خوا د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ویلي چې د تورخم په سیمه کې یې د ستنیدونکو افغان کډوالو د کورنیو لپاره دوه انتظار ځايونه جوړکړي او په يو بل باندې کار روان دی چې ژر به بشپړ شي.

د ننګرهار ولايت مهاجرينو چارو رياست د معلوماتو پر اساس دغه انتظار ځايونه د سوېډن کمېټې په مالي لګښت جوړیږي چې په کې د اوبو شکبه، يو د اوبو ژور څاه، ۱۳ تشنابونه او د ماشومانو پارک لري او له دې سربېره دوه خېمې، چې ۲۵ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلن والی لري د ميرمنو له پاره ځانګړي شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د تورخم سره یې ستنیدونکو کډوالو لپاره د لنډ مهاله اوسیدانې د یو کمپ د جوړولو سربیره په یو شمیر ولایتونو کې هم د ستنیدونکو کډوالود اوسیدلو لپاره کمپونه جوړ کړي دي.

فورم \ دبحث خونه