شاته

کاکړ: افغانستان کې یو مشروع حکومت د جوړیدو وروسته د کابل او اسلام آباد اړیکې ښې کیدای شي

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د طالبانو د حکومت سره د اړیکو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې به هغه مهال ښې شي چې په افغانستان کې یو مشروع حکومت په کار پیل وکړي.

انوارالحق کاکړ د چهارشنبې په ورځ نومیر۱۵ (لړم ۲۴) د مارګله ډیالوګ تر عنوان لاندې د اسلام اباد د پالیسۍ د څیړنې انستیتوت (IPRI) له خوا یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې له پاکستان څخه د سلګونو زرو قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې هم دفاع وکړه.

ښاغلي کاکړ وویل:" مسایل به هغه مهال هوار شي کله چې په کابل کې یو مشروع حکومت رامنځ ته شي".

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې په داسې حال کې چې ښاغلي کاکړد قانون حاکمیت ورو پلي کول، کمزورې حکومتداري، نیابتې جګړه، کمزوری اقتصاد او بشري انکشاف ته کمه ترجیح ورکول پاکستان کې د دننه لانجې د عواملو په توګه یاد کړل ویې ویل چې غیر دولتي بانفوذه کسان دغه هیواد ته امنیتي ګواښونه راولاړوي.

د پاکستان د لنډمهاله حکومت چارواکو په دې وروستیو اونیو کې په پرله پسې ډ‌ول د طالبانو پر حکومت نیوکې کړي او ددغه هیواد د ناامنیو په پیښو کې یې مخامخ د طالبانو حکومت ته ګوته نیولې ده.

انوارالحق کاکړ د نومبر اتم (لړم ۱۷) یو خبري کنفرانس ته وویل چې اسلام اباد د روان ۲۰۲۳ کال په سر کې د طالبانو حکومت ته دا پیغام رسولی و، چې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

هغه وویل په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته پاکستان تمه لرله چې افغانستان کې به تل پاتې سوله ټینګه شي او طالبان به د پاکستان مخالفو ډلو په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان د ځپلو لپاره عملیات ترسره کړي او خپله خاوره به ددغه هیواد پرخلاف ونه کاروي.

ښاغلي کاکړ وویل: "خو له بدمرغه افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو پیښو کې ۶۰ فیصده او په ځانمرګو بریدونو کې ۵۰۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی".

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم ویلي چې په تیرو دوو کلنو کې په ترهګریزو بریدونو کې چې مسوولیت یې تحریک طالبان پاکستان چې د پاکستان ددغه چارواکي د ادعا له مخې د افغانستان خاوره کاروي، ۲۲۶۷ بې ګناه پاکستانیان وژل شوي دي.

هغه وویل چې په ځانمرګو بریدونو کې ۱۵ اففانان هم شامل و.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم د معلوماتو له مخې ۶۴ افغانان د پاکستاني امنیتي ادارو منسوبینو سره په نښتو کې هم وژل شوي دي.

طالبانو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي کاکړ د تیرې اونۍ څرګندونو په غبرګون کې ویلي و چې افغانستان په پاکستان کې دننه د امن د ټينګولو مسئولیت نه لري او د هغه په وینا پاکستان باید "خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي."

د مجاهد په وینا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته "په پاکستان کې نا امني زیاته شوې، د دې دلیل نشي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو."

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې په سوداګرۍ او نورو برخو کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د پاکستان حکومت د تیر اکتوبر د میاشتې په سر کې له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړه وکړه چې ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي.

همداشان افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، چې پاکستان د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو له درې زرو څخه زیات په ترانزیتي مالونو بار کانټینرونه ایسار کړي دي. خو پاکستان وايي چې دا سوداګریز مالونه له بندرونو څخه له محصول پرته افغانستان ته ځي او بیرته پاکستان ته قاچاق کیږي چې له دې امله پاکستان په میلیونونو ډالر تاوان کوي.

فورم \ دبحث خونه